کابل ټکی کام ۱۸عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د زابل ولایت له ارغنداب نومې ولسوالۍ څخه همکار خبر را کوي چې له تېرو څو ورځو څخه د بخت محمد (منصور دادالله) ډلې د داعش په ملتیا د طالب جنګیالیو سره جګړه پیل کړه، چې نن پای ته ورسېده.
د همکار له قوله چې سیمې ته نږدې ورغلی دی وايي چې د بخت محمد ډلې او ازبکي داعشیان د طالب جنګیالیو په وړاندې کمزوري او خپل مورال یې بایللی وو.
دی د جګړې ټول جزئیات په دې ډول راکوي چې:
په جګړه کې اوسمهال ټول ازبکي داعشيان د تلفاتو په لیدلو سره طالب جنګیالیو ته تسلیم شوي دي، طالبان اوسمهال ترې تلاشي او مهمات اخلي.
دی وايي چې د بخت محمد کور هم د طالب جنګیالیو لاس ته ورغلی دی، او بخت محمد څخه پاتې ۳۵میله وسله، ۴ ګیر سو ډوله موټرسایکلونه لاسته ورغلي دي، او لا هم شاوخوا کورونو کې د طالبانو تلاشي روانه ده.
















