پکتیا: د امریکایانو مهم کس قومندان ثمود ووژل شو

کابل ټکی کام| غوایی ۲۴، ۱۳۹۶- تېره شپه د پکتیا ولایت مرکز، ګردېز اړوند د بروشیخانو په کلي کې د اربکیانو پر پوستو د طالبانو په برید کې قومندان ثمود له خپلو ۶ ملګرو سره ووژل شو.
طالبانو رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبر پاڼه کې ویلي چې تېره شپه ۲ بجې د قومندان ثمود پر پوستو برید وشو چې د ۲ ساعته جګړې په ترڅ کې پخپله مشهور اربکی قومندان، ثمود له ۶ نورو ملګري سره ووژل شو، یو تن یې ژوندی ونیول شو او نور اربکیان د مرکز ګردېز پر لور وتښتیدل.
طالبان وایي چې په یاده نښته کې یې له اربکیانو زیاته اندازه سپکه او درنه وسله، موټر، مهمات او نظامي توکي نیولي دي. ویل کیږي چې قومندان ثمود د ملکي وګړو موټر، موټرسایکلان او نور توکي هم وړي و چې له جګړې وروسته ترې ونیول شول او ژر به بېرته ملکي وګړو ته ورکړل شي.
د قومندان ثمود په اړه د سیمې اوسېدونکي وایي:
”قومندان ثمود وړاندې غل و. چې یو ځل د امریکایانو له لورې بندي شو او شاوخوا شپږ کاله یې په باګرام زندان کې تیر کړل. د باګرام له زندان نه تر خلاصېدو وروسته دوه کاله ورک و. څو میاشتې وړاندې د استخباراتو په لارښوونه د ګردیز په ځینو سیمو کې را ښکاره شو. نوموړی به ځان ته د محمد رسول د ډلې سړی ویل، خو له دولتي ځواکونو سره به ګډ په ټانګونو کې ګرځيدی.“
د قومندان ثمود او د هغه د ډلې د تمویل او لارښوونې چارې په ګردیز کې د مېشتو امریکایي ځواکونو له لورې تر سره کیدې؛ د ځينو سرچینو په خبره د ثمود د ډلې هر کس ته شاوخوا ۳۰۰۰ ډالر معاش ورکول کیدی.
د سیمې یو تن اوسېدونکی وایي ”کله چې د ثمود له کړنو ولسي وګړي تنګ شول له سیمییزو چارواکو نه مو غوښتنه وکړه چې ثمود دې له دې کارونو نه منع کړي، خو چارواکو راته وویل چې ثمود زموږ تر لاس لاندې نه دی. موږ یې نشو کنټرول کولای. ثمود مستقیما د امریکایانو له لورې اداره کیږي.“
قومندان ثمود ملکي وګړو په ځورولو کې پراخ لاس درلود، نوموړي څو څو ځله د ملکي وګړو کورونه سوځولي و او د ماشومانو په ګډون یې ګڼ شمېر ملکیان شهیدان کړي و. ثمود او ډلې یې همدا راز د ملکي وګړو په اختطاف کې هم لاس درلود. د شیخانو او چونۍ په کلیو کې یې د ۱۰ کلنو ماشومانو په ګډون سپین ژیري اختطاف کړي و او خلکو ته یې ویلي و چې بندیان یې یواځې د پیسو په ورکولو سره خلاصیدای شي.



