له دريو کلونو راپه دېخوا دموبايل دنړۍ دمشهور کمپنيو ترمنځ سيالي روانه ده چې هره کمپني غواړي دموبايل په الکترنيکي سستم کې زياتوالی او نوی والی راولي.
دسام سنګ کمپنۍ خبر ورکړی چې په راتلونکي جنوري يا فروري کې به دګليکسي(S 7) سمارټ موبايل چې تر نورو موبایلونو به په بريښتايي سستم کې په زياتوالي او نوي والي کې کاميابي ولري ، مارکيټ ته راوباسي.
يادموبايل چې په نږدې وخت کې پېژندل شوی دنورو موبايلونوپه پرتله پکې پرمختګ شوی دی او هغه اسانتياوې چې په دې موبايل کې شته په نورو موبايلونوکې نه ترلاسه کېږي .
دمخه دسام سنګ کمپنۍ په يوه تبصره کې ويلي وو چې په نوي کال کې به دنويو موبايلونو په جوړولو پرمختګ وکړي.
ددې موبایل په راتلو به دکمپنۍ دوياند په وينا ډېر پرمختګ وشي چې د نوي کال په دوام کې به په خپل کمښت کې په سلوکې يو پاتې شي .
















