(کابل ټکی کام :سه شنبه،لړم ۱۸ ،۹۴ ۱۳ل)
طالب وسله والو تېره ورځ د سرپل ولایت اړوند قشقري په سیمه کې د اربکي پولیسو پوسته نيولې او ۷ تنه عسکر له ۸ ميله وسلو سره ژوندي نيولي دي .
طالبانو پخپل رسمي ویب پاڼه کې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د دوي وسلوالو ځواکونو د دغه ولایت مرکز ته څېرمه د قشقري په سيمه کې د یوه تاکتیکي بريد له مخې چې د افغان سرتېرو په پوسته ترسره کړ ، په نتیجه کې يي پوسته په بشپړه توګه ترخپل ولکې لاندې راوستلې او ۷ تنه سیميز پولیس يي له ۸ میله وسلو سره ژوندي نيولي دي .
د یادونې وړ ده چې طالبانو په دغه بريد کې د یو شمېر مهماتو د نيولو خبر هم ورکړی دی .
سليم بریال
















