(هوايي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله ډيره شوې ده)

راپورتاژ: الماس

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله ډیره شوې ده.

د دغه نړيوالې ادارې مشر براد آدامس ويلي، په دې وروستيو کې د امريکا د هوايي بريدونو له امله افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړې، دا چې امريکا د القاعده او طالبانو پر وړاندې په افغانستا ن کې جګړه کوي نو ښه به وي، چې په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

د دغه سازمان په لیک کې چې د امريکا دفاع وزير جيمس متس ته يې استولی له نوموړي غوښتنه شوې، چې امریکا دې د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتيژۍ کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره اړینو اقداماتو ته ځای ورکړي.

د دغه سازمان د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په وروستيو هوايي  بريدونو کې تر دې دمه سلګونه عام افغانان وژل شوي او ټپيان دي او که اړين ګامونه وانخيستل شي، په راتلونکې کې دا مرګ ژوبله نوره هم لوړيدلی شي.

د ګډ ملي حکومت په راتلو سره په هېواد کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه او شپنۍ چاپې ډیری شوي، چې له کبله يې ډیری وخت ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو تر څنګ د هېواد په بېلابيلو سيمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له امله هم ډیر وخت د جګړو قربانيان ولسي وګړي وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button