اسلام اباد وايي، کابل يې دوه ديپلوماتان نيولي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۸) الماس خدرخېل
پاکستان وايي، په کابل کې د امنيتي ځواکونو له خوا د دوی ۲ ديپلوماتان نيول شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په اسلام اباد کې يې په دې اړه د افغانستان د سفارت مرستيال احضار کړی او نوموړي ته يې د پاکستاني ديپلوماتانو پر نيول کيدو احتجاج کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نيول شويو ديپلوماتانو په اړه نور توضيحات نه دي ورکړي او نه يې د يادو ديپلوماتانو نومونه اخيستي دي.
په ياده خبرپاڼه کې له افغان حکومته غوښتنه شوې چې د دغه ديپلوماتانو د امنيت خوندي کولو لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
پاکستان وایي، چې د دوی د دوو ډیپلوماټانو نیول د ۱۹۶۱ کال د ویانا له نړیوال کنوانسیونه سرغړونه ده.
تر اوسه افغان حکومت د يادو ديپلوماتانو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.



