کندهار: چارواکي او طالبان يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۸) الماس خدرخېل
د کندهار ولايت په خاکريز، ارغستان او ميانشين ولسواليو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې دواړه غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د کندهار چارواکي وايي، دغه بريدونه چې بيګا شپه د طالبانو له خوا شوي، پکې پنځه پوليس وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني رسنيو ته ويلي، طالبانو بيګا شپه د خاکريز ولسوالۍ په ځينو پوستو بریدونه وکړل چې دواړو غاړو ته تر ناوخته نښته روانه وه.
د نوموړي په وينا، طالبانو بيګا شپه د ارغستان په نرغل سيمه کې هم په امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې پنځه پوليس او ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۶ پوليس ټپيان دي.
وسله والو طالبانو په ارغستان او خاکریز ولسواليو کې پر امنيتي پوستو د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی دی.
طالبان وايي، په ارغستان کې يې يوه پوسته له امنيتي ځواکونو نيولې او د قوماندان شمشاد په ګډون يې ۹ تنه عسکر وژلي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلويانو بيګا شپه په خاکريز ولسوالۍ کې هم دوه پوستې نيولي او ۵ تنه عسکر يې وژلي دي.
طالبانو په دواړو پوستو کې د ډيرو وسلو او پوځي مهماتو د نيولو ادعا هم کړې ده.
طالبانو په ټول هېواد کې د نويو پسرلنيو (منصوري عملياتو) له پيل راهيسې جګړه ګرمه کړې او له امنيتي ځواکونو يې د يو شمير ولسواليو تر څنګ ډیری پوستې هم نيولي دي.



