د پاکستان پوځ: د لقمان او جهانګير کليو څخه خپل ځواکونه نه وباسو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۸) الماس خدرخېل
د پاکستان پوځ وايي، په چمن کې له پرتو لانجمنو لقمان کلي او جهانګير کلي خپل ځواکونه نه وباسي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په يادو کليو کې هغه وخت د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه، چې د افغان ځواکونو په وينا د پاکستان پوځ دغو کليو ته چې د افغانستان ساحه ده، د سرشميرنې لپاره له وسلو، ټانګونو او سرتيرو سره راغلي و.
افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان د سرشمېرنې د مخنیوي هڅه وکړه، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه، چې دواړو لوريو ته لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د راپورونو له مخې پرون چمن کې د دواړو غاړو تر منځ غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې له پاکستاني لوري غوښتنه شوې، چې له يادو دواړو کليو دې خپل ځواکونه وباسي.
خو پاکستاني چارواکو د چهارشنبې ورځې غونډه کې د افغان لوري دغه غوښتنه رد کړې ده او ويلي يې دي چې دوی د کرښې د پاکستان لوري ته ځواکونه ځای پرځای کړي دي.
ځايي خبرې سرچينې وايي، چې د پاکستان له لوري د کوټې قول اردو يو قوماندان او د کندهار سپين بولدک کې د سرحدي زون د يوې لېوا قوماندان محمد انور انبيا تر منخ دغه ناسته ترسره شوې چې بې پايلې پای ته رسېدلې ده.
په غونډه کې په اور بند روان ساتلو موافقه شوې او د چمن سپين بولدک تر منځ لاره لا هم تړلې ده.
انبيا ويلي، دا به غوره وي چې پر دې مسله د اسلام اباد او کابل تر منځ خبرې وشي او زياته يې کړه چې پاکستاني لوري ورته داسې شرايط وړاندې کړي چې دوی ته د منلو نه و.



