هلمند (کابل ټکی کام :سه شنبه،لړم ۱۸ ،۹۴ ۱۳ل) سنګين ولسوالۍ نه مو خبر ترلاسه کړ، چې افغان امنیتي چارواکوله ۳ امنیتو څخه پښې سپکې کړي دي .
دغه ۳ پوستې دیادې ولسوالۍ اړوند کجګر په سیمه کې موقعیت لري، چې افغان امیتي چارواکو پرته له کومې جګړې د طالبانو د بريدونو له ډاره له وسلو او مهماتو نه ډکې پرېښي او خپل سرونه يي پر امنه سیمو ته رسولي دي .
دغه راز طالبانو تېره شپه دیادي ولسوالۍ بازارته څیرمه دشینغزک په سیمه کې دوسلوال بریدپه ترځ کې دافغان پولیسو یوه لویه قرارګاه ونيوله ۲۷ تنه يي په کې ووژل چې مړي يي د طالبانو په وینا اوس هم د جنګ په ډګر کې پراته دي .
طالبانو همدارنګه په دغه پوسته کې د ۲ پولیسو د ژوندي نيولو او ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نيولو خبر هم ورکړی دی .
باید وویل شي چې په دې دوو وروستیو اونیو کې طالبانو په جنوبي ولایتونو او خاصکر هلمند ولایت کې بريدونه تېز کړي دي، چې په افغاني امنیتي ځواکونو يي کړۍ راتنګې کړي دي مارجې، سنګین، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې يي په تېرو دوو اوني، کې ډېرې پوځي لاسته راوړنې لرلي .
بدرالدین ځواک
















