کابل ټکی کام ۱۹عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
څو ساعتونه وړاندې د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق د رسنیو له لارې خبر ورکړ چې نن سهار د زابل ولایت خاک افغان نومې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش ډلې د طالبانو پر والي او پر نظامي مسئول ځانمرګی برید ترسره کړ، د ده له قوله چې د طالبانو لپاره د زابل نومول شوی والي ښاغلی مطیع ټپي او د طالب جنګیالیو د قطعو عمومي مسئول ښاغلی پيرآغا وژل شوی دی.
خو د ځايي سرچینو سره په رابطه کې شوو، د هغه د مالوماتو له مخې چې:
یاده سرچینه درواغ وايي، او دغه پېښه پرون سهار رامنځته شوې ده، د دوی له قوله چې دا د بخت محمد ډلې له لورې پر طالبانو د ګرنېټ برید ترسره شوی دی چې پکې دوه تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي، دوی وايي چې دغه پېښه ځانمرګی برید نه وو.
د دوی په وینا چې همدا شېبه د زابل له نومول شوي والي او د زابل له نظامي مسئول سره ناست دي، او روغ رمټ دي.