د ایران خلک د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تمه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوايي ۳۰) حمزه حسیني
په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پرون د جمعې ورځ اعلان شوې وه، چې په لویه کچه خلکو په دغو ټول ټاکنو کې ګډون کړی و، د رایې ورکولو اخري وخت د ماښام شپږ بجې ښودل شوی وه، خو بیا دغه موده د شپې لسو بجو پورې وغځېده ځکه ډیری خلک لا رایې اچونې ته ولاړ و.
په ټول ایران کې د ۵۶ ملیونه رائې اچونکو لپار د ۶۰ زرو څخه زیات د رایې اچولو مرکزونه پرانیستل شوي وه چې تر ناوخته پورې خلاص وو.
د ایران خلک د حسن روحاني څخه په دې ناخوښه دي چې نوموړي ولې د غربي نړۍ سره ایټمي تړون لاسلیک کړی او د هیواد اقتصاد ته یې پام نه ده ورکړې. په اوس وخت کې د ایران خلکو ته مهمه موضوع د هیواد اقتصاد په پښو درول دي.
د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني خپل سیاسي راتلونکی او په ټاکنو کې خپله لویه نعره د امریکا او نړۍ شپږو طاقتونو سره شوې وعدې او د تهران څخه پورته شوي اقتصادي بندیزونه کېښودلي دي. خو د هغه ستر مخالف ابراهیم ریېسي بیا د ده په دغو ژمنو سختې نیوکې کړي او وايي: د ایران په بینکي او اقتصادي نظام لا هم بندیزونه پراته دي.
که چېرې د ایران موجوده ولسمشر حسن روحاني د نورو دریو ولسمشريزو کاندیدانو په مقابل کې اکثریت تر لاسه نه کړي؛ نو بیا به په انتخاباتو کې لومړي دوو کاندیدانو تر مینځه راروانه اونې بیا ولسمشریزې ټاکنې تر سره کیږي.
د ایران پخوانی او سخت دریزه ولسمشری ته کاندید ابراهیم رېيسي په خپل ټاکنیز کمپاین کې زیاتره په اقتصادي اصلاحاتو خبرې کړي. هغه د ایران له ولس سره د ملینونو نورو کارونو پیداکولو او د بې کاریو ۱۲.۷ فیصده شرحې کمولو ژمنې کړي.
یو شمیر څیړونکې هغه د ایران ستر روحاني مشر ایت الله علي خامناي د خوښې کاندید ګڼي. که څه هم د ایران روحاني مشر په ښکاره د هغه مرسته نه ده کړې.



