هلمند کې يو پوليس خپل ۸ ملګري وژلي، طالبانو د کمانډو مرکز نيولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱) الماس خدرخېل
د هلمند ولايت په يوه امنيتي پوسته کې يوه پوليس خپل ۸ ملګري په ډزو وژلي او خپله له سيمې څخه تښتېدلی دی.
پېښه تېره شپه د مرکز لښکرګاه ښار په عمومي سړک د شهرا کنډک په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې تيره شپه يوه پوليس په خپلو اتو ملګرو ډزې وکړې ټول يې ووژل او خپله له سيمې څخه تښتيدلی دی.
د دغه بريد مسئوليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې مخکې ډیری وخت داسې بريدنه ترسره شوي، چې بيا وروسته بريد کوونکی وسله والو طالبانو ته تښتيدلي دي.
ولايتي چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
بل پلو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ اړوند د سرلوی باغ په سيمه کې د کمانډو عسکرو په مرکز بريدونه کړي، چې پکې يې څوارلس عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې یاد مرکز د دوی وسله والو نيولی او په وينا يې يو شمیر وسلې او پوځي توکي هم لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم طالبانو په ياده ولسوالۍ کې د يو شمير پوستو د نيولو تر څنګ د زيات شمير عسکرو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو ادعا کړې وه.
تر اوسه د دې وروستۍ پېښې او بريد په اړه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.



