ترکیه کې د داعش احتمالي برید شنډ شوی

(کابل ټکی کام ۱غبرګولی۱۳۹۶) محمد حارث

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د داعش د احتمالي برید مخه نیول شوې، د ترکیې امنیتي ځواکونو پرون یکشنبه د مۍ د میاشتې په ۲۱ نېټه په پلازمېنه انقره کې د داعش وسله والې ډلې په یو مرکز چاپه اچولې.

د ترکیې امنیتي ځواکونو په هغه کور چاپه اچولې چې د داعش ډلې پکې پراخ فعالیت کاوه او د یو ستر برید پلان یې پکې ترتیباوو، امنیتي ځواکونو په دغه چاپه کې دوه تنه داعش وسله وال هم له منځه وړي.

د انقرې  والي  نن خبري رسنیو ته وویل “امنیتي ځواکونو تیره ورځ  د سترې فاجعې مخه ونیوله.”

داعش ترهګرې ډلې غوښتل چې پرون د عدالت او پراختیا ګوند  په کانګرې  برید تر سره کړی  خو مخکې له دې چې خپل شوم  هدف ته  ورسیږي د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه یوړل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button