ولسمشر ټرمپ او غني د لومړي ځل لپاره سره وکتل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱) الماس خدرخېل

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ټرمپ او افغان ولسمشر اشرف غني د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې سره کتلي دي.

دواړو ولسمشرانو په دغه کتنه کې د افغانستان د امنيت او د ترهګرۍ سره د مبارزې په وړاندې بحث او خبرې کړي دي.

د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل، چې په دغه کتنه کې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د ترهګرو په وړاندې د مبارزې ستاينه کړې او دغه راز افغان ځواکونه يې زړور بللي دي.

دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د افغان ولسمشر اشرف غني سره ويني.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال امريکايي چارواکي په دې غور کوي چې افغانستان ته د جګړې لپاره نور ځواکونه وليږي.

د امريکا دفاع وزير جيز ماټيس يوه مياشت مخکې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې ۲۰۱۷م کال به د افغان ځواکونو لپاره خونړی کال وي.

افغانستان ته د نورو امريکايي پوځيانو د رالېږلو خبره داسې مهال کېږي، چې پوځي کارپوهانو او د افغانستان يو شمیر وکيلانو د نورو عسکرو د رالېږلو سره مخالفت څرګند کړی دی.

د ورکړل شويو شميرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ټول ۱۳۴۰۰ بهرني پوځيان ميشت دي، چې کله کله د افغان ځواکونو سره په عملياتو کې برخه اخلي.

د امريکايي چارواکو په وينا د افغانستان دولت دا مهال پر ۵۷ سلنه خاورې حاکميت لري او پاتې نوره برخه باندې وسله وال طالبان حاکم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button