وروستيو شمېرو ښودلې ده، چې د شېرخان بندر له لارې ترانزېټ ۹۳ سلنه کم شوی دی.
د کندز سرپرست والي حمد الله دانشي له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ويلي دي، چې په کندز کې جګړې او نا اراميو ستر اقتصادي زيان اړولی دی، د هغه په وينا تېر کال له شېرخان بندره د تېرېدونکو موټرو شمېر ۳ زره او ۲۰۰ ته رسېده، خو سږ کال يوازې ۲۰۰ موټر دي، چې په دې حساب د دې بندر له لارې په ترانزېټ کې ۹۳،۵ سلنه کموالی راغلی.
شېرخان بندر په کندز کې د جګړو له پيل سره سم د تاجکستان له لوري له دې وېرې وتړل شو، چې جنګيالي د تاجکستان خاورې ته داخل نه شي.
د شېرخان بندر د ګمرک رئيس شهاب الدين باوري وايي، تېر کال د دغه بندر عوائد څه له پاسه ۷۰۰ مليون افغانۍ وې، خو سږ کال يې يوازې ۵۰۰ مليون افغانۍ عواېد ورکړل.
بل لور ته که د ياد بندر له لارې عوائد کم شوي، دغه راز له دې لارې د افغانستان وتونکي توکي هم له ځنډ سره مخ شوي دي، چې اقتصاد ته يې ستر زيان اړولی دی.
















