د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله جنوبي وزيرستان کې د ملېشه عسکرو پر يوه پوسته د وسله والو په بريد کې ۷ عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر (ايې اېس پي آر) د پېښې پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده، چې پېښه نن سهار ۹ بجې د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه کې رامنځته شوې ده.
ياد دفتر ويلي دي، چې وسله والو په بريد کې له درندې وسلې کار اخستی دی، چې له امله يې ۷ ملېشه عسکر وژل شوي دي.
پاکستان دغه بريد د افغانستان له خاورې بولي، چې ورته دعوې يې پخوا هم څو واره کړې دي.
د افغانستان چارواکو تر دې دمه د پاکستاني پوځ د دغې ادعا په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي.
















