(کابل ټکی کام : چهارشنبه ( ١٣٩٤ لړم ٢٠/ ٢٠١٥ م نومبر ١١)
وروسته له دې نه چې د کابل ښاریانو اعتراض کونکو مظاهرې روانې دي د دولت له لوري ورته هېڅ ځواب نه ده ورکړ شوی، ځېني اعتراض کونکو په ارګ باندې هجوم وړی دی .
همدا اوس د ارګ ساتونکو په مظاهره چیانو د خفیفه سلو ډزې کړي دي ، چې دیو شمېر معترضینو د ټپی کېدو خبر هم ورکړ شوی دی .
اګرکه دغه پولیسو له لورې ډزې زیاتې اوريدل کيږي خو بیا هم مظاهرې روانې دي او له چوک نه په شا شوي نه دي .
دغه مظاهرې نن سهار مهال پیل شوې چې اوس هم روانې دي په لسهاو زرو هزاره ګانو او د کابل ښاریانو په کې برخه اخیستې او د موجوده رژیم په مخالفت نعرې وهې او د اشرف غني او ډبل عبدالله اداره بې واکه او بې باکه بولي ، په ولسي جرګه او په نورو لوړپوړو چارواکو د مرګ نعرې وهي او خپل حق غواړي .
د ځايي رسنیو په وینا دوي وايي چې ترهغو به مظاهرې جاري ساتي ترڅو ددوي غوښتونو ته دولت ځواب ونه وايي .
بدرالدین ځواک
















