راټولوونکی: بدرالدین ځواک .
رسول اكرم صلي الله عليه وسلم فرمايي: ” من حافظ على الصلوة المكتوبة اكرمه الله تعالى بخمس كرامات يرفع عنه ضيق العيش وعذاب القبر ويعطيه كتابه بيمينه ويمراء على الصراة كالبرق الخاطف ويدخل الجنة بغير حساب ، ومن تهاون بها عاقبه الله تعالى بخمس عشرة عقوبة خمس فى الدنيا وثلاث عندالموت ، وثلاث فى القبر ، وثلاث عندخروجه من القبر فاما اللاتي فى الدنيا : فالاولى ينزع البركة من عمره ، والثانية يمحى سيماء الصالحين من وجهه ، والثالث كل عمل يعمله لا ياجره الله عليه، والرابعة لا يرفع له دعاه الى السماء والخامسة ليس له حظ فى دعاء الصالحين ، وامااللاتي تصيبه عندالموت : فانه يموت ذليلاً والثانية يموت جائعاً والثالثة يموت عطشاناً ولوسقى بحارالدنيا ماروى من عطشه ،وامااللاتى تصيبه فى قبره : فالاولى يضيق عليه قبره حتى تختلف فيه اضلاعه ، والثانية يوقد عليه القبر ناراً يتقلب على الجمرليلاً ونهاراً ، والثالثة يسلط عليه فى قبره ثعبان اسمه الشجاع لافرع عيناه من نار، واظفاره من حديد ، طول كل ظفرمسيرة يوم ، يكلم الميت فيقول : انا الشجاع الاقرع ، وصوته مثل الرعد القاصف ، يقول امرني ربي ان اضربك على تضيع صلاة الصبح الى طلوع الشمس ، واضربك على تضيع صلاة الظهر الى العصر، واضربك على تضيع صلاة العصر الى المغرب ، واضربك على تضيع الصلاة المغرب الى العشاء ، واضربك على تضيع الصلاة العشاء الى الصبح ، فكلما ضربه ضربة يغوس فى الارض سبعين ذراعاً فلا يزال فى الارض معذباً الى يوم القيامة وامااللاتى تصيبه عند خروجه من قبره فى موقف القيامة : فشدة الحساب ، وسخط الرب ، ودخول النار، وفي رواية فانه ياتي يوم القيامة وعلى وجهه ثلاثة اسطر مكتوبات : السطر الاول يامضيع حق الله، وسطرالثاني يامخصوصاً بغضب الله ، والسطر الثالث : كما ضيعت فى الدنيا حق الله فايس اليوم من رحمة الله “
ژباړه: چا چې د فرض لمانځه پابندي وكړهالله جل جلاله به پنځه عزتونه ورکړي:
1- د ژوند تنګسيا به ورڅخه پورته کړي.
2- او د قبر عذاب به ورڅخه لري كړي
3- عمل نامه به په ښي لاس وركړي
4- په پل صراط باندې به د بريښنا د پړک په څېر تيريږي
5- او جنت ته به له حساب پرته داخليږي
ا و چا چې ناراستي وكړه خداى جل جلاله به يې په پنځلسو عذابونو كې اخته كړي :
پنځه په دنيا كې ، درې دځنكندن پرمهال، درې په قبر كې او درې نور د قبر څخه د راپورته کېدو پرمهال وركول كيږي . هغه عذابونه چې په دنيا كې وركول كيږي :
- د عمر څخه به يې بركت ختم شي .
- د نيكانو نښي به يې د مخ څخه لري شي
- هر كار چې كوي خداى جل جلاله به يې اجر نه وركوي
- دعاء ( غوښتنه ) به يې اسمان ته نه خيږي
- د نېكانو په دعاء كې به بې برخي وي .
هغه عذابونه چې د مرګ ( ځنكندن ) په وخت كې وركول كيږي :
1- بې عزته به مړكيږي
2- وږى به مړكيږي
3- تږى به مړ كيږي كه د دنيا په سمندرونو باندې اوبه هم شي تنده به يې ماته نه شي.
هغه عذابونه چې په قبر كې وركول كيږي:
1- قبر به ورباندې تنګ شي تر دې پورې چې د يو اړخ پوښتۍ به يې په بل اړخ كې ورننوځي
2- په قبر كې به يې اور وي تر دې چې شپه او ورځ به په سكروټو باندې اوړي راوړي
3- په قبر كې به يومار چې نوم به يې ( شجاع الاقرع ) وي ورته ټاكل كيږي چې سترګي به يې د اور او نوكان به يې د اوسپني وي ، د يوې شپې او ورځي د مزل په اندازه باندې به اوږد وي . مړي ته به و وايي : زه ( شجاع الاقرع ) يم چې اواز يې دسخت تندر په ډول دى خداى جل جلاله ماته امر كړى دى چې د سهار د لمانځه په پرېښودلو باندې دي دلمرتر راختلو، دماسپښين د لمانځه په پرېښودلوباندې دې تر مازدېګر، د مازديګر د لمانځه په پرېښودلو دې تر ماښام ، د ماښام د لمانځه په پرېښودلو دې تر ماسخوتن او د ماسخوتن د لمانځه په پرېښودلو دې تر سهاره پورې ووهم . كله چې يې يو ځل ووهي اويا ګزه به په ځمكه كې ننوځي د قيامت تر ورځې پورې به په ځمكه كې په عذاب اخته وي.
هغه عذابونه چې د قبر څخه د راپورته کېدو ( قيامت ) كې وركول كيږي:
1-د حساب سختي
2-د خداى جل جلاله قهر
3-دوزخ ته ننوتل دي
په يو روايت كې راغلي دي چې دوى به دقيامت په ورځ په داسې ډول راشي چې په تندي به يې درې كرښې ليكل شوي وي :
لومړۍ كرښه : اى د خداى جل جلاله دحق ضايع كوونكيه !
دويمه كرښه : اى دخداى جل جلاله د غضب مستحقه !
او درېيمه كرښه : څرنګه چې دې چې په دنيا كې د خداى جل جلاله حق بې ځايه كړى نو نن ورځ به د خداى جل جلاله د مهربانۍ ( رحمت ) څخه بې برخې يې !
دغه راز له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی :” كله چې د قيامت ورځ شي يو سړى به رواغواړي او د خداى جل جلاله مخې ته به يې ودروي، الله تعالی به د دوزخ امر ورته وكړي، سړى به ووايي:اى خدايه! ولي مې دوزخ ته ليږې؟ خداى جل جلاله به ورته ووايي : د لمانځه د خپل وخت څخه د وروسته كولو او زما په ذات باندې په درواغو دقسم خوړلو په وجه دې دوزخ ته ليږم . د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روايت دى چې يوه ورځ يې صحابه كرامو ته وفرمايل : ( اللهم لا ندع فيا شقياً ولا محروماً ) ثم قال صلی الله علیه وسلم : ( اتدرون من الشقي المحروم ) قالوا من هو يا رسول الله ! قال : ( تارك الصلاة ) اى خدايه ! په مونږ كې بدبخته او بې برخې سړى مه پريږده ، بيا يې وويل : ( تاسوبدبخته او بې برخې سړى پيژنى ؟ صحابه وو وويل اى دخداى جل جلاله پېغمبره ! بدبخته او بې برخې سړى څوك دى ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( د لمانځه پرېښودونكى ).
همداراز بل روايت کې راځي چې : د قيامت په ورځ به اول د لمانځه د پرېښودونكي مخ توريږي، په دوزخ كې يوه كنده ده چې ( الملحم ) نوميږي داسي ماران په كې دي چې هر يو يې د اوښ د غاړي په ډول غټ دى او اوږدوالى يې د يوې مياشتي د مزل په اندازه دى د لمانځه پرېښودونكى به چيچي , زهر به يې د سړي په بدن كې تر اويا كالو پورې خوټيږي تر څو چې د سړي غوښه زېړه كړي .
په بني اسرايلو کې حضرت موسى علیه السلام ته يوه ښځه راغله ويې ويل: اى دخداى جل جلاله پېغمبره ! ما يوه لويه ګناه وكړه بيا مې توبه وېستله ، ته دخداى جل جلاله څخه ماته بخښنه وغواړه چې زما ګناه وبخښي او توبه مې ومني حضرت موسى علیه السلام ورته وويل : ستا څه ګناه ده ، هغې وويل : ( اى دالله جل جلاله پېغمبره ! ما زناء كړې وه او كوچنى مې وزيږاوه او بيامې وواژه ) موسى علیه السلام ورته وويل : ووځه! هسې نه چې د اسمان څخه اور راښكته شي او ستا دبد بختۍ له وجې څخه مونږ وسوزوي ، ښځه د حضرت موسى علیه السلام څخه په مات زړه ووته . جبرائيل علیه السلام راغى حضرت موسى علیه السلام ته يې وويل : ( اى موسى علیه السلام خداى جل جلاله تا ته وايي ولي دي دا توبه اېستونكې وشړله ؟ اى موسى علیه السلام د دې څخه بد عمله درته معلوم نه دي ؟ موسى علیه السلام وويل اى جبرائيله علیه السلام ! د دې څخه بدعمله څوك دي ؟ جبرائيل علیه السلام ورته وويل : په قصدًا دلمانځه پرېښودونكي دي.
بزرګانو ويلي دي چې يو سړى د خپل خور مړي ته په داسي حال كې راورسيدى چې خور يې قبر ته ورښكته كوله. په قبر کې ورڅخهدروپو بټوه ولوېده د چا پام هم ورته ونشو تر دې چې ټول خلك د قبرستان څخه خپلو كورونو ته لاړل ، وروسته يې په كور كې بټوه په ياد شوه بېرته قبرستان ته راغى. وې ليدل چې په قبرباندې داور لمبې بلي دي خاوره يې پرې واچوله ، خپل مور ته په ژړا او خفګان كې راغى ورته يې وويل : مورې ! د خور په اړه مې راته ووايه چې څه كار يې كاوه ؟ هغې ورته وويل د پوښتني وجه څه ده ؟ هغه ورته وويل : مورې ! د خور قبر مې وليده چې د اور لمبې ورباندې بلې دي . مور يې وويل : اى زويه ! خور دي په لمانځه كې ناراستي كوله او لمونځ يې د وخت څخه وروسته كاوه .دا د هغه چا حال دى چې لمونځ وروسته كوي نو د هغه چا به څه حال وي چې لمونځ نه كوي (!)
د خداى جل جلاله څخه غوښتنه كوو چې د لمانځه په پابندى او په خپل وخت كې د اداء كولو مرسته مو وكړي ، په رښتيا چې خداى جل جلاله سخي او مهربانه ذات دى .

















