د امریکايي سرتېرو یوه ډله هلمند سنګین ته رسېدلې

(کابل ټکی کام ۵ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د ورکړل شوو راپورونو له مخې په هلمند کې د امریکايي ځواکونو یوه ډله رسېدلې، د امریکایي ځواکونو قوماندان په سنګین ولسوالۍ کې له رسنیو سره په مرکه کې خبریالانو ته ویلي دي چې په دې ولسوالۍ کې د افغان حکومت شتون او دوامداره امنیت د ټول جنوب لویدیځ زون لپاره خورا ارزښت لري.
ځایي چارواکي چې د عملیاتو د پلان جوړونې لپاره سنګین ولسوالۍ ته تللي وايي، د دې ولسوالۍ لپاره اضافي تازه دمي امریکایي سرتېري استول شوي دي او پلان لري چې د همدې ولسوالۍ مرکز د بازار او ګڼ مېشتو سیمو ته انتقال کړي.
خو سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي چې د ولسوالۍ د انتقالول ګڼ میشتو سیمو ته د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې سبب کیږي چې باید انتقال نشي، ولې د جنګ زیاتره قربانیانو به ولسي خلک وي. امریکا اوس غواړي چې د خپلو سرتېرو پناګاه ولسي خلک وګرځوي.



