د الله ياده

محمد رفيق هاشمي

د الله ياده

له زړه څخه مي زنګ لرې کوه د الله ياده
له سترګو مې هم اوښکې څڅوه د الله ياده

دنيا په مخه کړی يم غافل يمه حيران يم
سهار ماښام مې فکر ويښوه د الله ياده

ډوبېږم د ګناه په سمندر کې هله مرسته
کښتۍ شه تر ساحل مې رسوه د الله ياده

په قبر او صراط په سختو لارو مې مزل دی
لا اوس نه شه ملګری راسره د الله ياده

شيطان راته دامونه ګام په ګام دي غوړولي
يواځې مې دښمن ته مه پرېږده د الله ياده

دا لرې فاصلې دې دا بې تا کله لنډېږي
الله ته مې ورو، ورو نېږدې کوه د الله ياده

مېلمه د( هاشمي ) شه درته ډېر زيات خوشالېږي
راځه راځه راځه راځه راځه د الله ياده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button