مصر کې د عیسویانو پر بس موټر خونړی برید شوی

(کابل ټکی کام ۵ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د مصر هیواد کې ناڅرګندو وسله والو پر هغه بس موټر برید تر سره کړی، چې قبطي عیسویان یې لېږدول. په یاده پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. دغه کسان له پلازمېنې قاهرې څخه ۲۲۰ کیلومتره لرې سویل کې “مینا” سیمه کې یوې کلیسا ته پر لاره وه، چې برید پرې وشو.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دي منلی، خو تېرو میاشتو کې داعش ډلې پر مصري قبطیانو بریدونه کړي و او دا یې هم ویلي و، چې دې ته ورته نور بریدونه به هم تر سره کړي.

له سیمې څخه عیني شاهدانو چارواکو ته ویلي، چې پر یاد بس لسو څخه تر دوولسو کسانو برید وکړ، چې پوځي یونیفورم یې پر تن وو او له پېښې وروسته یې سیمه پرېیښې ده.

له سینا سیمه څخه یوه عیسوي چارواکي ابراهام سمیر نیویارک ټایمز ته ویلي، چې وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د مینا والي حسام البداوي ویلي< امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو لټون یې پیل کړی دی.

مصر کې پر کلیساوو له بریدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی پر  کلیساوو د بریدونو پړه داعش ډولې منلې دي. شمالي سکندریه ښار کې د اپریل پر نهمه یوه کلیسا کې دوه سرتیري بریدونه شوي و، چې ۴۶ کسان په کې وژل شوي و. له هغه مخکې قاهره کې پر یوې کلیسا سر تېري برید کې ۲۹ کسان وژل شوي و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button