
په روژه کې د تندې د مخنیوي څو مجربې لارې
ډاکټر بلقیس وردګ
په کال کې یوه میاشت روژه نیول د الله تعالی له لورې پر مسلمانانو فرض کړی شوې ده، نو هر مسلمان د الله تعالی د دغه امر د پر ځای کولو پوره کوښښ کوي، دا چې په روژه کې خوراک او څښاک په ټوله ورځ کې منع دی، نو د تندې د مخنیوي لپاره زمونږ د روغتیايي برخې همکارې اغلې (ډاکټر بلقیس وردګ) د خپلو مینه والو په غوښتنه د دغې مسئلې په اړه ځانګړی راپور جوړ کړی دی، چې دا دی ستاسو مخ ته یې ږدو!
روژه کې ولې انسان تږی کیږي؟
د انسان په بدن کې دوه عناصر موجود دي، چې یو سوډیم نومیږي، او بل پوټاشیم، دغه عناصر د حجرې دباندې او دننه موقېعت لري، کله چې د دغو دوو عناصرو غلظت توپیر ومومي، نو انسان د تندې احساس کوي، یعنې سوډیم له حجرې خارج شي، او پوټاشیم داخل شي، نو د انسان مرکزي حکومت (اعصابو) ته د اوبو د کموالي خبر ورکول کیږي.
د اوبو د نه څښلو له کبله روغتیایي زیانونه:
کله چې تنده زیاته محسوس شي، انسان له یو شمېر روغتیايي ستونزو سره مخ کیږي، چې د انسان د وجود پوستکی، مخاطي غشاء او شونډې وچیږي، ګنګسیت پیدا کوي، تمرکز په سمه توګه نه شي کېدلای، ستړیا او سر دردي احساسیږي، زړه نا منظم حرکات پیلوي، او د انسان د بدن هغه غړي له کاره وځي، کوم چې ګرمي کنټرولوي، خوبجن حالت او تبه منځته راوړي، چې د دغو روغتیايي ستونزو له کبله انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي.
نو روژه کې څه وکړو؟
دلته په کابل چې کې ۱۶ ساعته روژه نیول کیږي، ښایي په نورو ځایونو کې له دې څخه هم زیات وخت روژه نیول کیږي، انسان د روژې سربېره ګرځي راګرځي، خپل کارونه پر مخ وړي، لمر ته هم ګرځي، نو خامخا به د تندې، لوږې او ستړیا احساس کوي.
یو شمېر مجربینو په روژه کې د تندې د مخنیوي لپاره څو لارې ښودلي دي، چې د هغې په تعمیل سره انسان له تندې څخه تحفظ موندلی شي.
*د پشلمې پر مهال په خپلو خوړو کې له تازه مېوو او تازه سبزیو څخه استفاده وکړئ، ځکه طب پوهان وايي، چې تازه مېوې او تازه سبزي د ډېرو اوبو او فایبر لرونکي دي، چې د انسان په بدن کې تر ډېره وخته پورې پاتې کېدلی شي، او د انسان سره د تندې په نه محسوسولو کې ډېره مرسته کوي.
مجربینو په تازه سبزیو کې بادرنګ ته ځانګړی مقام ورکړی دی، او ویلي یې دي، چې بادرنګ د تازه سبزیو څخه دی، چې د انسان بدن یخ ساتي، او له تندې سره تر بل هر څه ښه مباره کوي.
بادرنګ په تازه سبزیو کې تر ټولو زیاتې اوبه او فایبر لري، چې اعصابو ته ارامي ور په برخه کوي، د هضم په پروسه کې ځانګړې رول لوبوي او د ګردو په پاکوالي کې ښه ونډه لري.
*پشلمي کې له مالګې، ترېو پنېر، هغه خواړه چې تروشي یا رنګونه ورګډ شوي وي، استفاده مه کوئ، ځکه تنده زیاتوي، او د دې پر ځای د لیمبو له اوبو څخه ګټه واخلئ!
*خواږه جوسونه، بوره لرونکې اوبه او یا خالصه بوره هم مه کاروئ، ځکه دوی له حجرو او وینې څخه مایعات خارجوي، چې له کبله یې د انسان بدن اوبو ته ضرورت مومي.
د خوږو اوبو تر څنګ له الکول لرونکو مشروباتو څخه استفاده مه کوئ، لکه پيپسي. ځکه دا ډول مشروبات کاربن لري، چې له کبله یې معده سوځیږي، او د انسان بدن ته د ژړ مړېدا احساس کوي، او د انسان بدن له نورو مایعاتو له استفادې څخه ژغوري.
د خوږو جوسانو پر ځای مجربینو د مېوو خالص جوس ښه بللي دي، او ویلي یې دي، که د پشلمي پر مهال وڅښل شي، تنده به وهم نه وینئ.
*انسان باید د لمر له شعاګانو څخه ځان وساتي، ځکه د لمر وړانګې د انسان څخه خوله وباسي، چې د دغې خولې په وتلو سره د بدن مایعات کمیږي، او انسان ته د تندې احساس کیږي.
په روژه کې باید د ځان لمبلو پر مهال صابون استعمال کړی شي، ځکه چې د یخوالي سبب ګرځي، او انسان ته د تندې احساس ژر نه کیږي.
*طب پوهان وايي، په روژه کې باید د ورځې له خوا باید ورزش ونه کړی شي، ځکه دا د انسان انرژي کموي، او د روژې پر مهال انسان انرژي ته ډېره اړتیا لري، چې په کموالي سره یې د تندې احساس ژر کیږي.
*د روژه ماتي او پشلمي په منځ کې باید اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي، تر څو دوه یا درې لېتره برابرې شي.
اوبه باید وقفه په وقفه وڅښل شي، په یو ځل ډېرې او زیاتې یخې اوبه څښل، د هضم په پروسه کې مشکلات پیدا کیږي، د معدې واړه رګونه تنګوي، په معده کې ستونزې راپیدا کوي، نو باید اوبه په کافي اندازه، ډېرې یخې نه او ورو، ورو دې وڅښل شي.



