مصري جیټ الوتکو پر لېبیا هواېي برېدونه کړي

(کابل ټکی کام ۶غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
- مصری هواېي جیټ الوتکو پرون د جمعې په ورځ له وسله والو څخه د غچ اخیستلو په موخه د جمعې په ورځ په لېبیا کې هواېي برېدونه وکړل. وسله والو د پنجشنبې په ورځ د مصري قبطېانو د سپرلۍ پر بس موټر مرگونې حمله وکړه چې مصري هوایي ځواک ګومان کړی چې دغه تر سره شوي برید کې د لېبیا د وسله والو لاس درلود. د مصري چارواکو په وېنا وسله وال په هغو مرکزونو کې روزل شوي وو چې هواېي بمباري پرې وشوه.
د مصر جمهوررئیس عبدالفتاح السیسي خبرېالانو ته ووېل: چې “ېوه سخته او دردناکه ځوابي حمله د وسله والو پرمرکزونو وشوه.”
دغه برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ٢٨ تنو ته رسېدلی دی. دا د په تېرو درېو مېاشتو کې دریمه وژونکې حمله وه چې د مصر په قبطي عیسوېانو باندې وشوه. پنځه وېشت تنه رزخمېان شوي دي. تراوسه پورې هېچا د دې حملې مسؤلیت قبول کړې نه دی خو فکر کیږي چې حمله د اسلامي دولت یا داعش د مصر څانگې کړې وي.
قبطېانو د (مېنېا) د ولایت دSaint Samuel صومعې ته په یوه بس سرویس موټر کې سفرکاوه چې تقریبا لسو ټوپک والاو چې مخونه ېي پټ وو له قاهرې نه ٣٢٠ کېلومټره لیرې په لاره کې پرې ډزې وکړی.
په منځني ختیځ کې تر ټولو زېات قبطي عیسوېان په مصرکې اباد دي خو په دې وروستیو وختونو کې پرې د داعش حملې زېاتی شوي.



