هلمند: طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۶) الماس خدرخېل
د هلمند ولايت د سنګين او ګرشک ولسواليو په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې له امله يې له لسو زياتو دولتي عسکر وژل شوي او دغه راز يو شمير طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې ځايي امنیتي سرچينې کابل ټکی کام ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د امان الله کاريز په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يوه مرکز بريد کړی او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې دولتي ځواکونو ته د تلفاتو دقيقه شميره په ډاګه نه کړه خو زياتوي چې شاوخوا لس تنه عسکر وژل شوي او یو شمیر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د دولت رسمي سرچينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بل پلو وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغه بريد کې يې ۱۴ عسکر وژلي او څلور نور ټپیان دي.
طالبان وايي، د زياتو عسکرو جسدونه لا هم د جګړې په سيمه کې پراته دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې د دولتي ځواکونو څخه د يو شمير وسلو او مهماتو او پوځي توکو د نيولو ادعا هم کړې ده.
طالبان وايي، په ياده جګړه کې د دوی دوه تنه وژل شوي دي.
وړمه ورځ د دغه ولايت د واشير ولسوالۍ د ملي امنيت پر ودانۍ موټربم بريد شوی و، چې له امله يې د ملي امنيت، پوليسو او نورو لسګونه دولتي کارمندانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د دغه بريد مسئوليت هم طالپانو په غاړه اخيستی دی.



