شمالي کوريا د نوي توغندي ازموینه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۸) الماس خدرخېل
د جنوبيا کوريا پوځي چارواکي وايي، چې شمالي کوريا يوځل بيا د منځني واټن ويشتونکي توغندي ازموينه کړې ده.
د چارواکو په وينا دغه توغندی د شمالي کوريا له ونسان ښار څخه وار شوی او د ۴۵۰ کيلو مترو واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندرګي کې غورزېدلی دی.
واشنګټن ويلي، چې د شمالي کوريا د وروستي توغندي د ازموينې په اړه دوی ته مالومات ورکول شوي دي.
جاپان په دې اړه سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د امريکا متحده ايالاتو سره به په ګډه د شمالي کوريا پر وړاندې په هرډول اقداماتو کې برخه واخلي.
دا په دې روانه مئ مياشت کې ۳ توغندی دی چې د شمالي کوريا له لوري ازمويل کېږي.
د جي ۷ په وروستۍ غونډه کې د دغه هېواد څخه وغوښتل شول، چې خپل اتومي او توغنديز پروګرامونه ودروي.
په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وشوه، چې شمالي کوريا پر وړاندې د خپلو پريکړه ليکونو د تطبيق هڅې يو په دوه کړي.
تېره ورځ د شمالي کوريا خبري اژانس خبر ورکړ، چې د دغه هېواد رهبر کيم جونګ اون د نوي رهبري شويو وسلو ازموينه چې د طيارو ضد وسلې پکې شاملي دي کتنه کړې او دغه راز په ټول هېواد کې يې د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.
شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د بنديزونو با وجود له تيرو څو کلونو راهيسې په دې هڅه کې ده، چې د اتومي سرګلولو لرونکې اوږد واټن ويشتونکي توغندي جوړ کړي چې آن امريکا هم وويشتلی شي، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي.



