څلور جنازې..!!!

کابل غږ

لاروی

په افغانستان کې چې د څلورو لسيزو راپدېخوا يا اوس د امريکا له يرغله راهيسې جګړې روانې دي او له هر کوره جنازې پورته کيږي، لاملونه یې ټولې نړۍ ته څرګند دي، چې دمخه د اسلام او کمونيزم تر منځ جګړه وه او اوس پر افغان ولس صليبي جګړه تپل شوې او افغان ولس یې خپلې دفاع ته اړکړی دى.

تېره ورځ د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د للمې په نامه کلي کې چې په ټول هيواد کې ترې دينداره، نرم مزاجه اوغريب وګړي نشته، په نورو هېوادونو کې په ګټلو د خپل بې وزله  ژوند شپې سبا کوي.

د مرګ خبر هر وخت د غم خبر وي؛ خو په دې دومره بې وسه کلي کې له يوه داسې کوره چې دمخه یې هيڅ دښمني نه درلوده، هيڅ ډول اختلاف یې نه درلوده، هيڅ ډول ګوندي او ژبني تعصب یې تر منځ نه ؤ هغه څه چې د دې څلورو جنازو لا مل وګرځيد، هغه د دې ولس غربت او بې وځلي وه.

په دې کلي کې د ولايت د نورو کلیو په پرتله د ګرمو مځکو باد هم ګرم وي، د واورې پر سر شخړه شوې ده. دا اختلاف په واوره و، چې څلور جنازې له يوه کوره ووتې. دا د واوري او غربت جنازې وې، دا د بې وزلې کورنۍ د بې وزلۍ جنازې وې، دا هغه جنازې وې چې د الله حکم يانې روژه ماتې ته څو شيبې پاتې وې، په نورې اسلامې نړۍ کې په شربتونو او يخو اوبو روژه ماتي وشول، خو دې کورنۍ د بې وزلۍ له امله روژماتی د غم په چیغو او وير تېر کړ.

د دې بې وزلې کورنۍ د وژل شویو روژه دارو تنده په يخو اوبو ماته نه شوه، روژه په خوله وچې شونډې لحدونه ته  کښته کړل شول.

د چپرهار په ولسوالۍ د للمې په کلي کې چې د غربت له امله څلور جنازې له يوه کوره د واورې پر سر ووتې، د دې ټول مسئوليت د هغو چارواکو په غاړه دى چې همدا ماښام به یې که ېې نيولې وي، روژه په ډول ډول شربتونو او طعامونو ماته کړې وي.

د دې څلور جنازو پړه هغه چارواکې دي چې تر اوسه یې د خپل ولس د غربت په اړه يوه لحظه فکر هم ونه کړ؛  په کوم ځای کې چې بې وزلي، بې کاري او غربت زيات شي، بيا له يوه کوره څلور جنازې په همداسې پېښو وځي.

د مرحوم الفت صاحب شعر دى چې:

زړه ېې مه بوله تورکاڼى د صحرا دى

په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

په رښتيا يوازې په دې دواړو کورنيو به دا ماښام په غم نه و، بلکې په ټول کلي به غم و، د کليوالو ژوند تر اوسه په پوښتني روان دى، د يو کور غم د ټول کلي غم وي؛ افسوس په داسې غربت چې د واورې پر سر ترې هم له کوره څلور جنازې وځي او شرم هغو چارواکو ته چې د يوه داسې غريب ولس د نمايندګۍ دعوه کوي چې وګړي یې په واوره هم يو بل وژني او له کوره یې څلور جنازې پورته کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button