حکمتیار: ځینې حکومتي کسان تر وسله والو ډلو ډېر خطرناک دي

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، تر وسله والو مخالفو ډلو هغه کسان د افغانستان امنیت ته ډير خطرناک دي، چي د حکومت په چوکاټ کې فعالیت کوي خو د حکومت له امکاناتو څخه په استفادې خپلې شخصي ګټې او دښمنۍ پالي.
نوموړی وایي، حکومت دې د هغو ډلو او کسانو مخ نیوی وکړي چي له دولتي امکاناتو په استفادې خپلې شخصي ګټې او دښمنۍ پالي.
ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په خپل استوګنځي کې له قومي مشرانو سره په خپلو خبرو کې وویل: “د هېواد او افغانانو پر وړاندې جنګېدونکي کسان په ډير څه نه پوهېږي او پر افغانانو له هېڅ ډول ظلم مخ نه اړوي.”
دده په وینا دغو کسانو پر افغانانو باندې ظلمونو ته زمینه برابره کړې ده او حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
حکمتیار یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چي له حکومت سره دې سوله وکړي او د افغانانو له وژلو دې لاس واخلي.
نوموړي زیاته کړې چې په هېواد کې د روانې جګړې ګټه یوازې پردیو ته رسېږي خپلو ته یوازې غم او درد ورکوي.
ده همدا راز زیاته کړې، زموږ په دین او مذهب کې ظلم نشته دی، خو نه پوهېږي، چي اوسنیو جنګېدونکو ډلو دا دین او مذهب له کومه کړی دی چي د افغانانو پر وړاندې له هېڅ ډول وحشت او ظلم مخ نه اړوي.
دده په وینا ملت ته په کار ده چي سره یو لاس شي او له دغه تیارو ځان وباسي، ځکه روان بحران ټول د ځانځانۍ او بې اتفاقۍ له امله پر افغانانو حاکم دی.
خو ګلبدین حکمتیار د هغو حکومت پلوه کسانو هویت نه دی مشخص کړی چې د ده په خبره تر وسله والو زیات خطرناک دي.



