دروژې مسایل (۲۸مه برخه ) -دروژې په حالت کې د ښځې مچ کول او لمس کول –

پوښتنه : زيد د روژې په حالت کې خپله ښځه په غيږ کې ونيوه، مچو يې ځينې واخيسته، روژه يې ماته شوه او که نه؟.
ځواب : روژه يې نه ده ماته شوې، خو که ځوان وي او په ځان باور ونلري بيا همداسې کول مکروه دي، چې بل څه ته خبر ونه رسيږي ([1]).
که مسافر روژه نيولې وه او ماته يې کړه کفاره نشته
پوښتنه : زيد د سفر پر مهال د روژې نيت وکړ، خو وروسته يې نيت بدل شو خوراک او څښاک يې وکړ ګنهګار دى او که نه؟.
ځواب : ګناه شته، کفاره نشته، البته که د روژې له نيولو وروسته يې سفر شروع کړى وي بيا د کفارې په وجوب کې اختلاف دى، راجح دا ده چې په همدغه صورت کې هم کفاره واجب نه ده ([2]).
که له استمناء باليد وروسته له ښځې سره جماع وکړى شي
پوښتنه : زيد د رمضان روژې په حالت کې قصداً په لاس سره ذکر ته حرکت ورکړ او انزال يې وکړ، وروسته يې داسې وګڼله چې روژه ماته شوه بيا يې قصداً له ښځې سره جماع وکړه، خوراک څښاک يې وکړ، آيا په زيد باندې کفاره لازميږي او که نه؟ او د ښځې له قرينې څخه دا معلوميږي چې لومړى راضي نه وه، خو په خپل اصرار باندې ټينګه پاتې نشوه، بلکې زيد ته يې قدرت ورکړ او په خفيفه توګه يې له زيد څخه ويره وکړه، نو په ښځه باندې قضاء لازمه ده او که کفاره؟.
ځواب : که چيرته يې د رمضان د روژې په حالت کې جماع کړې واى نو کفاره پرې لازميدله، خو د رمضان روژه يې وار دمخه له منځه وړې د کوم له وجهې چې قضاء لازمه ده، په همداسې حالت کې د جماع په کولو سره کفاره نه لازميږي، البته په ښځه باندې قضاء هم لازمه ده او کفاره هم ([3]).
د غاښ په ويستلو سره روژه نه ماتيږي
پوښتنه : که چيرته د روژې نيت هير شي روژه کيږي او که نه؟ او که چيرته د درد له امله غاښ وويستل شي آيا په روژه يې کوم اثر پريوځي او که نه؟.
ځواب : نيت د زړه اراده ته ويل کيږي، هر کله چې د روژې ساتلو اراده وکړى شي نو نيت وشو، په ژبه باندې د نيت الفاظو ويلو ته ضرورت نشته، او د غاښ په ويستلو سره روژه نه ماتيږي، خو په ې شرط چې وينه له ستوني ښکته ولاړه نشي ([4]).
په روژه کې د اګربتي لګول
پوښتنه : په رمضان شريف کې د جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال يوه کس په جومات کې يو شمير خوشبو لرونکي شيان د دې لپاره ولګول چې په ټول جومات کې خوشبو خپره شي، که چيرته اګربتۍ ولګول شي او خوشبو خپره شي، له لمانځه وروسته يو شمير لمونځ کونکو د ښې خوشبو له امله اوږده ساه واخيستله او خوشبو يې بوى کړه، يو شمير خلک لګيدليو اګربتيو ته نږدې ورغلل او له هغو سره په خوا کې کيناستل، په ټول جومات کې خوشبو خپره ده، د همدغې خوشبو په اوږده ساه سره د بويولو له امله د روژه دارو او لمونځ کونکو روژه ماتيږي او که نه؟ او کومو خلکو چې د اوږدې ساه په اخيستلو سره خوشبو بوى کړې آيا د هغوى روژه ماتيږي او که نه؟.
ځواب : که چيرته د اګربتۍ دود قصداً د ساه په اخيستلو سره تير کړى شي نو په دې سره روژه فاسديږي، او که چيرته دود دماغ ته ونه رسول شي نو په يوازې بوى کولو سره يې روژه نه فاسديږي، د روژې په حالت کې دې اګربتۍ نه لګول کيږي ([5]).
د روژې په حالت کې د نوکانو پريکول
پوښتنه : يو شمير خلک وايي چې د روژې په حالت کې د نوکانو پريکول نه دي روا، ځکه چې د نوکانو هم روژه وي، او يو شمير داسې دي چې په روژه کې نوکان بيخي نه پريکوي، دا مسئله څه ډول ده؟.
ځواب : دا مسئله شرعي نه ده، بلکې له ځانه جوړه شوې ده، او د روژې په حالت کې د نوکانو په پريکولو کې هيڅ ډول کراهيت نشته ([6]).
له صبح صادق يوه دوه دقيقې وروسته د پيشمني خوړل
پوښتنه : د پيشمني اخيرنى وخت مثلا پنځه بجې دى، يو کس د مثال په توګه په څه کم پنځو بجو را بيدار شو، هغه زر زر دوه څلور ګولې خوراک وکړ، څه وخت چې هغه خوراک څښاک کاوه په دې وخت کې په پنځو بجو يوه يا دوه دقيقې وخت زيات شو، نو په داسې صورت کې حکم څه دى؟.
ځواب : داسې کس ته پکار دي چې همدغه روژه پوره کړي، او بيا له رمضان وروسته يوه جلا روژه د همدغې روژې په عوض کې ونيسي ([7]).
په سر يا په ټول بدن باندې د تيلو په لګولو سره روژه نه ماتيږي
پوښتنه : په سر يا په ټول بدن باندې د تيلو په لګولو سره روژه ماتيږي او که نه؟.
ځواب : د سر يا ټول بدن په کومه برخه باندې د تيلو په لګولو سره په روژه کې کوم فرق نه راځي ([8]).
حايضې ته په روژه کې خوراک څښاک کول
پوښتنه : که چيرته يوه ښځه په رمضان کې د حيض له امله روژه نه ساتي، نو هغې ته په ورځ کې خوراک څښاک کول صحي دي او که نه؟.
ځواب : که چيرته يې د حيض له امله روژه نه وي نيولې يا د روژې له نيولو وروسته حيض ورته راشي نو خوراک څښاک کول ورته روا دي، خو د نورو خلکو پر وړاندې به يې نه خوري، او که چيرته په ورځ کې له حيض څخه پاکه شي نو د ورځې پاتې برخه به د نورو روژه دارو په څير تيروي او دا پرې واجب ده ([9]).
([1]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٤٤، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٤١٧، باب مايفسد الصوم وما لايفسد، وکذا في النهر الفائق، ج : ٢، ص : ٢٧، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد، وکذا في البحرالرائق، ج : ٢، ص : ٤٧٦، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد.
([2]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٥٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٣٣.
([3]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٤٥، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٤١١، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد، وکذا في مراقي الفلاح مع حاشية الطحطاوي، ص : ٦٧٤، کتاب الصوم، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد.
([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٤، بحواله : مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، ص : ٣٥٢، عالمګيري، ج : ١، ص : ٢٠٣، کتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد الصوم وما لايفسد.
([5]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٥٦، بحواله : فتاوى قاضي خان علي هامش الفتاوى العالمګيرية، ج : ١، ص : ٢٠٨، الفصل الخامس فيما لايفسد الصوم، وکذا في مراقي الفلاح، ص : ٦٦٠، باب ما لايفسد الصوم، الدرالمختار علی تنوير الابصار، ج : ٢، ص : ٣٩٥، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد.
([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٥.
([7]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٦١، بحواله : مراقي الفلاح علی نور الايضاح، ص : ٦٧٥، باب ما يفسد الصوم ويوجب القضاء، وکذا في الدرالمختار علي تنوير الابصار، ج : ٢، ص : ٤٠٥ – ٤٠٦، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد، وکذا في الهدايه، ج : ١، ص : ٢٢٥، کتاب الصوم، باب ما يوجب القضاء والکفارة.
([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٥، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ٢٠٣، کتاب الصوم.
([9]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٣٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٢٦٨.



