بهسودو کې امریکایي ټانګ ويجاړ ۵ تنه امریکایي عسکر مړه او ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د ننګرهار ولایت نه خپاره شوي راپورونه وایي چې د همدې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د امریکایي عسکرو په کاروان د وسله والو طالبانو د ښخ شوي ماین پر مټ قوي چاودنه ترسره شوې.

یاده چاودنه نن ماسپښين شاوخوا ۲ بجې دیادې ولسوالۍ اړوند ۱۱ نمبرویالې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یاد کاروان له سیمي څخه د تېرېدو په حال کې وو.

راپورونه همدا راز زیاته وي چې په دغه چاودنه کې ۱ عراده ټانګ په ټولیزه توګه ویجاړشوی. چې له امله یې ۲ تنه امریکایي عسکر وژل شوي، ۳ نور امریکایي عسکر مرګوني ټپيان شوي دي. طالب وسله والو د یادې چاودنې مسؤلیت منلی.

لا تر دې دمه د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، هېره دې نه وي چې امریکایي ځواکونه تل د خپلو مړو او ټپیانو خبرونه تر ډېره پټ ساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button