دفاع وزارت: د ناپيژاندو هليکوپترو کېناستل درواغ او تبليغات دي

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی ۱۳۹۶) الماس خدرخېل
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په ځينو ولايتونو کې د ناپيژاندو هليکوپرتو کېناستل درواغ او تبليغات دي.
د دفاع وزارت دغه کېناستل نه تائيدوي او وايي چې دوی داسې ثبتونه نه دي پيدا کړي چې ګوندې د بل هېواد هليکوپترو دې دلته ناسته کړي وي.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نه پوهېږي دا تبليغات څوک او د څه لپاره کوي، خو په وينا يې چې د دوی څېړنې روانې دي که په دې اړه ثبتونه ترلاسه کړي نو لومړی به يې له رسنيو سره شريک کړو.
له تېرې څه مودې راهيسې يو شمير رسنۍ راپورونه ورکوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې وسله والو مخالفينو ته ناپيژاندو هليکوپترو ناسته کړې خو چارواکي يې هسې يوه اوازه ګڼي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د روسيې سفارت ويلي و، چې دوی داسې شواهد لري چې په سرپل ولايت او جوزجان ولايت کې امريکايي سرتيرو په داعش وسله والو وسلې پلورلي دي.
دا لا نه ده معلومه چې امريکايي الوتکې په دغه سيمو کې ناستې دي او که څنګه؟
افغان دولت د خپلو فضايي حدودو د څارنې لپاره خپل رادار نه لري او تر ډېره د خپل هوايي حريم د څارنې لپاره په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د رادار څخه استفاده کوي.



