لوګر کې امریکایي الوتکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی۱۳۹۶) محمدحارث

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د لوګر ولایت مرکز پل علم ته څېرمه د امریکایي ځواکونو یوې الوتکې سقوط کړی خو ځایي خلک بیا وایي چې الوتکه د ډزو له امله له سقوط سره مخ شوې ده.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیو ته ویلي، د امریکايي ځواکونو چورلکې نن د دوشنبې په ورځ د مرکز اړوند بابوس سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې، خو الوتکې او عملې ته یې زیان نه دی اوښتی.

د والي ویاند زیاتوي، چورلکه له دوه ساعته ناستې وروسته بیرته له سیمې څخه الوتلې ده، خو ځايي خلک د والي د ویاند خبره ردوي او وايي، چې د نسکورې شوې الوتکې ټوټې اوس هم په سیمه کې پرتې دي. د سیمې خلک واېي، چې اوس هم په یا ده سیمه کې امریکايي چورلکې ګزمې کوي، او خلک سخت اندېښمن دي، چې بمباري ونه کوي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد ددغې چورلکې د وېشتلو مسئولیت پر غاړه اخیستی او زیاته کړې یې ده چې په الوتکه کې سپاره امریکایي ځواکونه وژل شوي دي. بګرام کې د بهرنیو ځواکونو ویاند تر اوسه په دغه پېښه کې د اووښتو تلفاتو په هکله څه ویلي نه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button