بغداد کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او تر ۵۰ ډېر یې ټپیان کړي

(کابل ټکی کام ۹ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د شپې لخوا چې ویل کیږي د پیشلمي وخت ؤ؛ یوه زوره چاودنه وشوه، د رسنيزو راپورونو له مخې دغه چاودنه د موټر بم په توسط شوې چې لږ تر لږه ۱۱ کسان یې وژلي او تر ۵۰ څخه زیات یې ټپیان کړي.

د بغداد امنیتي سرچینې وایي چې دغه موټر له چاودېدونکو توکو بار و او د بغداد په مرکز کې په داسې مهال وچاودېده چې له لرې سیمې څخه کنټرولېده. یادې امنیتي سرچینې زیاته کړې چې چاودنه نن سه شنبې د مۍ د میاشتې په ۳۰ مه نېټه د سهار په وختي ساعتونو کې د بغداد د قرده  په مرکزي ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

له چاودنې وروسته سمتدستي د پېښې ځای ته امنیتي سرتیري او روغتیایي ډلې رسیدلي او ټپیان یې نژدې روغتونونو ته انتقال کړي. لا تر دې دمه د دغې خونړۍ چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو ګمان کیږي چې یاده چاودنه به داعش سخت دریزې ډلې کړي وي.

لا تر اوسه نه ده معلومه چې په وژل شوو او یا هم په ټپیانو کې دولتي چارواکي شامل دي او که د پېښې ټول قربانیان ولسي خلک دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button