ناتایید شوي خبرونه وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال دوستم په یوه نا اعلان شوي سفر له ترکیې نه بېرته کابل ته را ستون شوی دی.
د روسیې د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې جنرال دوستم څو ساعته وړاندې د کابل ښار ته رارسېدلی دی.
جنرال دوستم څه موده وړاندې د علاج لپاره ترکیې ته تللی و، خو د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ویلي و چې نوموړی په غیر رسمي توګه ترکیې ته تبعید شوی دی.
احمد ایشچي تېر کال ویلي و چې جنرال دوستم او د هغه ساتونکو بندي کړی دی. ایشچي پر جنرال دوستم د جنسي ځوروني تور هم پورې کړی و.















