ملا محمد مطمئن
وطنه
وطنه کړم به دې سمسور داسې دې نه پرېږدمه
اخلم به خامـخا ستا پــور داسې دې نه پرېږدمه
په پاکه خاوره مې د بل چا قدم نه لورېږي
باسم قاتل به دې مخ تور داسې دې نه پرېږدمه
ستا خوار،نازک،زخمي بدن باندې لمبې بلې دي
مړ کوم ستـا د وجود اور داسې دې نه پرېږدمه
دې ستا پرهر،پرهر سينې باندې پټۍ لګوم
بيا جوړوم دې کلــی،کـور داسې دې نه پرېږدمه
سرو،سرو لېوانو په تا هرې خوا حملې کړي دي
ترېنه ګټم به دې په زور داسې دې نه پرېږدمه
زه غړوندی د غلامۍ په غاړه نه تړمه
وړلی دې نه شمه پېغور داسې دې نه پرېږدمه
کړم به راخور په تا ضرور د زېړو ګلو څادر
شم (مطمئن) به دې ټکور داسې دې نه پرېږدمه
















