احدي: ګډحکومت د امنیت په راوستلو کې پاته راغلی 

(کابل ټکی کام ۱۴ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

انوارالحق احدي چې د نوې ملي جبهې مشر دی وایي: د ولسمشر  له طرفه د امنیت په برخه کې د اصلاحاتو د راوستو ژمنې خلکو ته دوکه ورکول دی او په وینا یې ګډ حکومت د امنیت په راوستلو کې پاته راغلی. نوموړي د حکومت له مشرانو څخه د استعفي غوښتنه کړې.

احدي یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي: حکومت یواځې د ملي يوالي په نوم امنیت نشي راوستلی او نه هم د امنیت د راوستلو لپاره کومه تګلاره لري. د نوموړي په وینا حکومت تش د امنیت د راوستلو په نارو د ولسي خلکو وخت ضایع کوي.

احدي همداراز لاریون کول د خلکو خپل حق بللی او د پولیسو له لوري پر لاریون کونکو باندې مرمۍ ورول، وژل او زخمي کول غندلي او دا یې د حکومتي چارواکو غیر انساني عمل بللی.

دغه ډله ځان د حکومت اپوزيسيون معرفي کوي چې مخکې یې هم پر حکومتي ارګانونو کلکې نیوکې کړي، چې دادی په تازه څرګندونو کې یې حکومت تورن کړی چې ګواکې د امنیت په راوستلو کې پاته راغلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button