راپورتاژ: الماس خدرخېل
د تېرې چهارشنبې په ورځ سهار مهال د کابل ښار اړوند په زنبق څلور لارې کې د المان سفارت ته نږدې يوه زوروره چاودنه شوه، چې نږدې سل تنه پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
د لومړنيو راپورونو له مخې چې ځينو امنيتي سرچينو رسنيو ته ورکړي، په دغه چاودنه کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۵۰ نور ټپيان شول.
د جرمني سفارت وويل، په دغه بريد کې د دوی د سفارت يو شمير افغان کارکوونکي ټپيان شوي او يو ساتونکی يې وژل شوی دی.

لومړی راپورونه ورکول شول، چې دا بريد د یو بهرني سفارت د فاضله موادو د ايستلو په يو ټانکر کې د ځای پرځای شويو چادېدونکو موادو په مټ ترسره شوی دی.
د عامې روغتيا وزارت د بهرنيو اړيکو رئيس وحيدالله مجروح په عين حال کې وويل، چې په ياد بريد کې د حکومتي مامورينو تر څنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي.
د قاطع ملاتړ ماموريت وويل، دا بريد د Green Zone يا له امنيتي پلوه تر ټولو خوندي سيمې ته نږدې ځای کې شوی خو تر خپل هدف مخکې دغه ټانکر چاودنه کړې ده.
په دغه چاودنه کې د سلو کسانو د وژنې ترڅنګ سلګونه نور ټپيان شول او دغه راز په ميليونونو افغانۍ مالي زيانونه يې خلکو ته واړول او شاوخوا ډیری ودانۍ يې ړنګې کړې.
د ارينانيوز او يو شمير رسنيو راپور ورکړ، چې دا ټانګر د ولسي جرګې د غړي ميرويس ياسيني د شرکت اړوند و، خو نوموړي خپله په يوه مرکه کې ويلي چې دی کوم شرکت نه لري.
ځينې داسې راپورونه هم ورکول شول، چې دا يو ميزایل و او د امريکا له لوري يې په سيمه کې د تجربې لپاره استعمال کړی دی.

د افغانستان ملي امنيت دا کار د طالبانو او بالخصوص حقاني شبکې پورې وتړلو.
ځينې دولتي چارواکو ادعا وکړه، چې د پېښې سره په تړاو دې افغان دولت سره بندي يوولس طالب چارواکي اعدام شي.
ورپسې ځينو رسنيو وويل، چې د يوولس طالب چارواکو د اعدام حکم د ولسمشر له لوري توشيح شوی دی.
خو طالبانو د دغه بريد غندنه وکړه او ويې ويل چې دوی پورې اړه نه لري.
طالبانو وويل، که د دوی بنديان اعدام شي، نو له دوی سره د بندي بهرنيو اتباعو ژوند به له ګواښ سره مخ شي او په مقابل کې به يې د دولت عدلي او قضايي ارګانونه د دوی د بريدونو هدف وګرځي.
داعش يا د دولت اسلامي په نوم ډلې چې د اعماق په نوم خپرونې کوي، د دغه بريد پړه په غاړه واخيسته.
د زنبق څلور لارې بريد او لاريون:
يادې پېښې سره په تړاو د حکومت وزير امرالله صالح، لطيف پدرام او احمدضياء مسعود په مشرۍ ځينو ناکامو سياستوالو يو شمير خلک راټول کړل او غوښتل يې چې د حکومت پر ضد لاريون ترسره کړي.
لاريون د جمعې په ورځ پيل شو، چې شاوخوا زر کسانو پکې ګډون درلود.
دغه لاريون چې ګډون کوونکو يې د ولسمشر اشرف غني، حکمتيار، طالبانو، داعش او حنيف اتمر پر ضد شعارونه ورکول، په څنګ کې يې له اشرف غنی او عدالله غوښتل چې استعفا دې ورکړي او واک دې موقت حکومت ته وسپاري.
د جمعې ورځ له غرمې وروسته لاريون په تاوتريخواالي بدل شو او د پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ ډزې تبادله شوې، چې په پايله کې يې ۹ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ تنه ټپيان شول.
په دغه لاريون کې د مشرانو جرګې د مرستيال محمد علم ايزديار هم سالم ايزديار هم ووژل شو.
ارګ وويل، هغه کسانو چې په لاريون کوونکو يې ډزې کړي او هغو کسانو چې په لاريون کې يې قانون مات کړی او تاوتريخوالي ته يې رهبري کړی قانوي جزا به ورکړل شي.
دغه راز يو شمير سازمانونو د زنبق څلور لارې بريد غندلی او په لاريون کوونکو ډزې يې غير قانوني عمل بللی دی.
کابل ښار بادام باغ جنازه کې چاودنه کې يو شمېر کسان ووژل شول:
له لاريون يوه ورځ وروسته د مشرانو جرګې د مرستيال محمد علم ايزديار د ځوی د جنازې په مراسمو کې درې پرلپسې چاودنې وشوې، چې له امله يې ۷ کسان وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان دي.

سالم ايزديار وړمه ورځني لاريون کې د پوليسو په ډزو کې وژل شوی و.
ځينو سرچينو ويلي، چې دا چاودنې نه بلکې سرتيري بريدونه و چې جنازې ته په راغلو خلکو ترسره شول.
د مالوماتو له مخې په دغه جنازه کې د ډاکټر عبدالله په ګډون ډيری لوړرتبه چارواکو هم ګډون درلود.
د عامې روغتيا د وزارت ویاند ډاکټر وحدي مجروح رسنيو ته وویل، په دغه چاودنه کې د کابل روغتونونو ته ۷ مړي او ۱۱۹ ټپيان وروړل شوي دي.
نوموړی وايي، د يو شمير ټپيانو حالت نازک دی ښايي د مړو شميره لوړه شي.
خو ناتائيد شوي راپورونه وايي د بادام باغ چاودنه کې يو تعداد چارواکي وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي هم دي.
طالبانو وويل، چې په کابل بادام باغ د جنازې په مراسمو کې چاودنې په دوی پورې اړه نه لري.
تر اوسه لا نه ده معلومه چې دا چاودنې وې او که سرتيري بريدونه شوي دي.


















