(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۵) الماس خدرخېل
د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني چې نن يې په کابل کې رسنيو سره خبرې کولې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د ملي امنيت د مشاور په ګډون د ټولو امنيتي ادارو مشران دې لري کړي.
نوموړي په کابل کې وروستيو پېښو ته او د هېواد په شمال کې د طالبانو پرمختګونو ته په اشارې سره وويل، چې امنيتي وضعيت ښه نه دی او خلک په دې باور دي چې د ملي امنيت ادارې مشرتابه د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی دی.
رباني وايي، چې د ملي يو والي حکومت څخه درې غوښتنې لري، لومړی دې د ملي امنيت مشاور او ټولو امنيتي ادارو مشران لرې کړي، دوهم دې په کابل کې د وروستيو چاودنو او په لاريون کوونکو د ډزو په اړه دې هراړخيزه څېړنه وشي او درېيم د ګډ حکومت د رامنځته کېدو پر مهال د شوې موافقتنامې بشپړ عملي کېدل د جمعيت ګوند درېيمه غوښتنه وه.
نوموړي ګواښ وکړ، که دغه غوښتنې يې ونه منل شي نو د نورو ګوندو سره تر مشورو وروسته به بل تصميم ونيسي.
هغه زياته کړه، د ګډ حکومت سره په هوکړه کې پنځوس سلنه ونډه د جمعيت ګوند ده او له دغه ګوند پرته حکومت کومه مانا نه لري.
هغه وايي، د بلخ والي عطاء نور يې له ټولو پريکړو ملاتړ کوي او د خپلو خبرو په دوام کې يې له ډاکټر عبدالله غوښتنه وکړه چې د دغه ګوند د کانديد په توګه دې د جمعيت له ګوند څخه دفاع وکړي.
















