احمد ضیاء
ځینې خلک د څارویو د حقوقو په خاطر د غوښې خوړل پریږدي او دا یو غټ ظلم بولي. وایي چې کله تاسو د هغه څارویو په درد پوه شئ نو هیڅ کله به یې حلال نه کړئ او پر ځای یې سبزیو، میوو او غله جاتو ته زیات اهمیت ورکوي، غوښه خوړونکو انسانانو ته د وحشیانو په سترګه ګوري.
هغه اداره چې د ځناورو د تحفظ اداره ده پیټا نومیږي، په دې اړه ډیر زیات کار کوي او خپلو غړو ته د حیوانانو د د تحفظ درس ورکوي، هغو خلکو پسې ډیر کوشش کوي چې مشهور وي تر څو د غوښه خوړونکو نه د سبزیو خوړونکو ډله کې شامل شې چې په حقیقت کې د مسلمانانو د حلالو غوښو په خلاف دسیسې دي نه د ټولو ځناورو.
د څارویو د حقوقو ساتونکي، په نړۍ کې د څارویو حقوقو ته کار کوي او خلکو ته په مختلفو شکلو د سبزۍ د زیات استعمال دعوت ورکوي. که هغه د ډاکټرانو د تحقیق په نامه وي لکه چې وایي (د غوايي، پسه او نورو څارویو غوښې څخه ګټه اخیستنه بېلابېلې خطرناکه ناروغۍ رامنځته کوي.) زمونږ په هېواد کې هم دا پروفیسران بغیر د اسلامي مطالعې او ساینسي تحقیق نه پرته پرې یقین کوي او په دغه ټولنه کې شاملیږي.
ځینې ډاکټران وایي، که چیري سره غوښه له غذایي رژیم څخه لرې شي نو ۱۲٪ د مړینې ګواښ له منځه ځي او د سبزي خوړونکو عمر د غوښې خوړونکو په پرتله زیات وي.
په دې اړه د ډاکټر ذاکر نایئک ځواب داسې دی (پرته له غوښې خوړلو یو مسلمان ښه مسلمان پاتې کیدلی شي خو د هر قسمه حلال خوړو اجازه انسان ته ځکه ورکړل شوې چې د هغه د هاضمې سیستم نسبت وښو خوړونکو او صرف غوښه خوړونکوته فرق لري، که چیرته د انسان لپاره صرف او صرف سبزي او نباتات و نو صرف د ژولو غاښونه به یې وه لکه غوا میښه او نور، او که صرف غوښه خوړونکې وه نو ټول غاښونه به یې تیره وه. همدا رنګه د غلی او میوي هم نو انسان ته الله تعالی ځکه هر قسمه غاښونه ورکړي تر څو هر قسمه خوړو نه استفاده وکولی شي.)
هغه خلک چې د څارویو د غوښې خوړلو خلاف دي او دا یو ظلم بولی، وایي چې مونږ د ځناورو حقوق پر ځای کوو. دوئ ته معلومه نه ده چې تر ټولو لوی ظلم خو سبزي خوړل شو، ځکه نباتات ډېر معصوم دي نسبت د حیواناتو.
حیوانات د درد له وجې د ځان دفاع، تیزه منډه او چیغه وهلی شي لیکن نباتات خو دا هم نشي کولی. د درد احساس لري خپلو کې سره خبرې کولی شې خو هغه اندازه فریکوینسي یې د اواز نه ده چې انسان یې واوریدلی شي بیا ولی سبزي خوړل نه پریږدي؟ که چېرته د حقوقو کلک ملاتړ وي او زړونه یې ډیر نرم وي زړه خوږي خو باید په هغه کمزوري وشي چې د خپل حق لپاره اواز هم نشي پورته کولی. ایا دا د انسان عقل مني چې د یو زورور د حق لپاره دې ښه په اخلاص سره کار وکړي او د کمزوري چې نه خبري کوی شې او نه حرکت کوي شې شل او شټ وي نو حق دې تر پښو لاندي شي؟
بل هره ورځ د نباتاو څخه استعفاده کوو غټې غټې ونی زخمې کوو او د هغو اوښکو نه چې د شیدو په نامه نوموو د مختلفو شیانو په جوړولو کې ترې کار اخلو ایا دا ظلم نه ده؟؟؟؟ ډیر رحم خو باید په نباتاتو وکړو. باید د نباتانو د حقوق اداره دغه شان فعاله شي او سبزي خوراک دې بند کړي. نه به سبزي خورو نه به غوښه.
بله خبره که د حیوانانو د حقوقو وي نو ولې هغه هوا تنفس کوو چې پکې میلونونو ژندي موجودات زمونږ تنفسي سیستم ته په داخلیدو سره وژل کیږي باید تنفس هم بند کړو ځکه د ځناورو د حقوقو اداري د ځناورو باندي د ظلم خلاف ده باید مصنوعي اکسیجن نه کار واخیستل شي.
همدا رانګه په اوبو کې هغه ژوندې موجودات چې په څښلو سره یې د انسان د معدي د تیزابو پواسطه مړه کیږي نو بیا خو مونږ هره ورځ مرګونه کوو او وژنې کوو، زړونه به مو نور هم سخت شې ځکه دا وحشت ده او د دوئ د درد احساس مونږ ته نه کیږي.
آیا اوبه څښل او هوا تنفس کول هم بند کړو؟؟؟
که چیرته د ځناورو د حقوقو ریښتیا هم طرفدار وي نو ولې په هند کې د کوڅه ډبو سپو وژونکو په خلاف خبره نه کوي؟ ایا دوئ پوهیږي چې هغو سپو څومره انسانان داړلي؟ د هند په کیرالا ایالت کې تیر کال ۷۰۰ کسان کوڅه ډب څپو داړلی وه ایا د ځناورو حقوق دومره شو چې د انسانانو حقوق هم د خپو لاندي شو.
هغه بیزوګان خو پریږده چې د غریبو خلکونه سبزي او میوه تښتوي. مطلب مې دا و که چیرته په هغه ځای کې د څارویو حلاله زیاته وه نو د اسلامي هیوادو په شان به لیونیو سپو انسانان نه بلکې د هماغو څارویو کلمې او نور پاتې غوښې او هډوکې خوړل نه انسانان. خو کوم ځای کې چې د انسانیت خلاف خپل قانون جوړیږي هغه همداسی وی.
هغه افغانانو پروفیسرانو ته وایم چې د سرې غوښې نقصان به ډیر وي که د خنزیر د غوښې؟ که د عامې روغتیا وزارت دغه خبره لیکلی وه چې په غوښو کې د خنزیر خوښه ډیره نقصانې ده نو پوه شوي به و چې زمونږ ډاکټران هم تحقیق کوي خو چې سره غوښه یادوي نو ولې د ځینو هیوادو ډاکټران سره غوښه مریضانو ته پریږدي خو صرف وازده داره غوښه ترې منع کوي خو هغومره اندازه که وریژې او کچالو هم وخوړل شې نو نقصان کوي هر شې چې د اندازې زیات وخوړل شې نقصان کوي دا خو مونږ ته خپل رب امر کړي چې فرمایې (خورئ او څښئ او اسراف مه کوئ) په همدې حساب الله تعالی انسان ته د خوړو د ترتیب ښه جدول د انسان خپل غاښونه ۍودل چې په هغې کې څومره اندازه کوم کوم قسم غاښونه دي.
په ۳۲ غاښونو کې صرف ۴ د غوښې او ۴ د میوو په خوړلو کې ډیر مرسته کوي او نور په ژوولو کې؛ نو انسان هم باید هر قسمه خواړه وکړي خو په اندازي سره. که مرګ زیاتیدل په غوښه او سبزي سره شي نو ایا مرګ او ژوند په خوراک سره تعینیږي او که په ټاکلی نیټه وي؟؟
الله تعالی انسان په خپل قدرت سره پیدا کړي هغه څه یې ورته روا او حلال کړي چې د انسان لپاره ګټور وي او د هغه څه نه يې منع کړی چې ورته نقصان رسوي.
همدارنګه الله تعالی په قرآنکریم کې خپلو بندهګانو ته د حلال او حرامو په اړه ښوونه کړي:
(وَمِنَ الأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا كُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ) سورة الانعام: ۱۴۲.
او الله پیدا کړیدی له چارپایانو څخه هغه چې بارونه وړای شی لکه (اوښان ، اسونه ، قچرې او خره ) اوهغه چې کوچنی دی او بار نشي وړلای لکه( ګډې ، وزې او داسې نور).
نو خورئ هغه څه چې رزق در کړي دي تاسو ته الله او په دې کې د شیطان په نقشو پسې مه ځئ (لکه څرنګ چې د جاهلیت په دور کې د شیطان په نقش روان و او د الله له لورې په ورکړ شوي حلال رزق کې یې ځینی په خپله پر ځانونو حرام کړی و)، بیشکه چې دغه شیطان ستاسو ښکاره دښمن دی.
بل ځای کې فرمایې:
{ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ} الانعام:۱۴۱.
(یقیناً تاوان کړی دی هغه کسانو چې وژلي یې دي اولادونه خپل په ناپوهۍ سره په غیر د علم نه او حرام کړي یې دي هغه څه چې رزق ورکړی دی دوی ته الله، دروغ یې جوړ کړي دي په الله باندې، په یقین سره چې دوی ګمراه شوي دي او نه وو دوئ لاره مندونکي ).
یعنی چې څوک په الله پسې دروغ تړي دا هیڅکله سمه لاره نه شی مُوندلای او اخري انجام به یې هلاکت وي.
بل ځای کې قران کریم فرمایي [سورة المائده: ۸۷]
(ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی مه حراموئ تاسې پاک له هغو شیانو نه چې حلال کړي دي الله لپاره ستاسې او مه کوئ تېری تاسې (له حدود الله) بیشکه چې الله نه خوښوي تېرېدونکي له حدودو.)
د انسان په اړه تر ټولو ښه هغه خالق ذات پوهیږي چې انسان یې په ښه شکل او صورت پیدا کړی، نو ځکه یې هغه ټول شیان د انسان لپاره رالیږلي او واضح کړي یې دي چې ورته فایده لري او کوم ورته نقصان.
مونږ باید په خپله په خپل ځان حلال حرام نه کړو بلکه په هغه اندازه یې استعمال کړو چې مونږ ته امر شوی، د کفارو دا دسیسه ده چې مسلمانانو ته په خپلو حلالو خوړو کې شک پیدا کوي او د خپل ټاکل شوي خوړو ترتیب ورباندې عملي کوي تر څو په هر کار کې مسلمان مشرکانو ته محتاج اوسي.
که په غوښه نه خوړلو رحم زیاتېدلی نو اوس به هندوان او ځینې عیسویان او یهود چې غوښه نه خوري د نرم زړه خاوندان و او په مسلمانانو باندې به یې ظلمونه نه کول.
د مسلمان لپاره هغه څه ګټور دې چې څه ورته د الله تعالی د طرفه حلال شوي.

















