افغان حکومت وايي، سبا (د غبرګولې ۱۶مه) به د ”کابل پروسې“ ناسته ترسره شي.
د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال رسنیو ته ویلي د کابل پروسې غونډه به سبا د سیمې او نړۍ د هېوادونو د استازو په ګډون سره په پلازمېنه کابل کې ترسره شي.
مینه پال وايي د ”کابل پروسې“ په غونډه کې به د ۲۵ هېوادونو او مؤسسو استازي ګډون وکړي. د نوموړي په خبره په یاده غونډه کې به د سولې د پروسې پر شروع کېدو او نورو بېلابېلو موضوعاتو بحث وشي.
چارواکي وايي چې د کابل پروسې غونډې امنیت په اړه یې ګډون کوونکو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی.
















