یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

کُردي ځواکونه په الرقة کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 5, 2017
کټګوریانې: خبرونه
0
7
ځلې شریک شوی
82
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د سوریی ډموکراتیک ځواکونه د سوریې په مینځ الرقة ولایت کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او ورځ تر بلې پر اسلامي تنظیم باندی خپله کلابندي لا ټینګوي.

دې ځواکونو چې زیاتره یې سوریایی کُردي وسله وال دي وروسته له هغې چې د هنیدة ښار یې ونیو اوس یې پر المنصورة ښار باندې خپله ولکه ټینګه کړې ده، همدا راز یی د الفرات په سیند باندې د البعث د اوبو بند هم نیولی دی.

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

کُردي ځواکونو له دې لاسته راوړنو وروسته اسلامي تنظیم د لویدیځ، ختیځ او شمال لوریو نه کلابند کړی او یواځینی خلاص لوری یې جنوب پاتی دی.

دا په داسی حال کې چې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو اعلان کړی چې د الرقة جګړه به څو ورځې وروسته پیل شي چې دا څرګندونې د یکشنبې د ورځې د ترکیې د صدراعظم بن علي یلدرم له څرګندونو سره څرګند توپیر لري چې ویلي یی وو د الرقة ولایت بیرته نیولو جګړه همدا اوس پیل او روانه ده او د امریکا متحده ایالتونو انقرې ته په دې اړه اطلاع هم ورکړې ده.

د ترکیې خپرني وسایلو د یلدرم له قوله ویلي دي چې د الرقة ولایت عملیات چې له یوې اوږدې مودې راهیسې پلان شوي وو په دې وروستیو کې په روان جون میاشت کې پیل شوي دي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا متحده ایالتونو دې هیواد ته د عملیاتو نه مخکې په دې اړه اړوند معلومات هم ورکړي دي.

خو د عملیاتو د تاریخ په اړه دغه توپیر د ترکانو، کُردانو او سوریایانو تر مینځ یواځینی اختلاف نه دی او تر شا یې د امریکا اداره هم د الرقة په عملیاتو کې همغږې ده.

امریکایانو د سوریي دموکراتیک ځواکونه په الرقة ښار کې د اسلامي تنظیم د ځواکونو د ټکولو او پوپنا کولو لپاره ګمارلي دي او د دې لپاره د ترکانو د احتجاج سره سره بیا هم د امریکا د اداری رئیس ډونالډ ټرمپ وسلې ورکړي دي.

له بل پلوه د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو ویاندې ویلي دی چی د دوی سرتیرو د الرقة ښار لویدیځ ته د الخاتونیة او القحطانیة زراعتي سیمې لاندې کړي دي او اوس یې اسلامي تنظیم له ختیځ او شمال نه تر کلابندۍ لاندې راوستی دی، او یواځينی لوری چې ورته خلاص دی هغه جنوبي لوری دی.

د سوریی دموکراتیک ځواکونه د الرقة ښار لومړي کلي لویدیځ لوري ته رسیدلي دی دا وروسته له هغې چې د اسلامي دولت تنظیم ځواکونو له دغه ځایه شاتګ وکړ او د الرقة ولایت لویدیځ کې یې د ښار ختیځ مسکنة سیمې ته په تګ مجبور شول.

د دې تر څنګ د سوریي رژیم ځواکونو پر مسکنه باندې هم خپله ولکه ټینګه کړه، مسکنة یو له له هغو مهمو ښارونو څخه ده چې د اسلامي دولت ځواکونو پرې د هیواد شمال ته پر حلب ولایت باندې له ولکې وروسته ولکه ټینګه کړې وه.

مسکنة سیمه چې د أسد د بند سره په لویدیځ خوا کې پرته ده څه موده وړاندې د سوریایی رژیم د ځواکونو په یوه ستر یرغل کې چې د روسي بمبار یې ملاتړ کاوه نیولې ده او د اسلامي تنظیم وسله وال یې د ختیځ حلب ته شړلی دي.

له بل پلوه د سوریی رسمي خبري آژانس (سانا) ویلي دی چی د سوریې رژیم ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسلامي تنظیم له وسله والو ځواکونو سره تر سترې جګړې وروسته د تدمر ختیځ ته په البادیة السوریة سیمه کې نږدې ۱۴۰۰ کیلو متره مربع سیمه له خپلو مخالفینو څخه د نړیوال ائتلاف په مرسته او ملاتړ نیولی ده.

په همدې حالت کې یو شمیر خبري سرچینو الجزیرة چینل ته ویلي دی چی د اسلامي تنظیم ځواکونو د دیرالزور په ښار کې پر سوریایی ځواکونو پراخ یرغل پیل کړی دی.

سرچینو زیاته کړې ده چې د دیر الزور ښار په غربي خوا کې د اسلامي تنظیم د توپونو د ویشتلو په پایله کې یو زیات شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي. اسلامي تنظیم همدې یرغل ته ورته یو بل یرغل او برید هم تیره ورځ د دیر الزور په لویدیځ کې د رژیم پر ځواکونو پر مختلفو ځایونو ترسره کړی و او ویی کولای شول چې د ښار په داخل کې یو زیات شمیر ځایونه ونیسی چې له جملې نه یې مشهور ځای دوار البانوراما سیمه هم ده.

اما اسلامي تنظیم بیا پخپله اعلان کړی دی چې دوی وکولای شول د سوریې له رژیم نه ۳۵ کسان هغه وخت ووژني چې د تدمر جنوب ته یې په العباسیة  او تلال الغراب او الحماد سیمه کې د حمص ختیځ ته پر ولاړو ځواکونو دوه موټر بم چاودونې ترسره کړې.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

مخکینې مطلب

داعش که د امریکا پروژه؟

بل مطلب

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
افغانستان

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com