عرفان الله عرفاني
استشهاد
سرو لمبو ته ورګډېږي ځوانان ګل ګل
استشهاد دی قربانېږي ځوانان ګل ګل
څومره خوږ د شهادت سپېڅلی جام دی
په وصال يې نه مړېږي ځوانان ګل ګل
د پاک عشق په فلسفه کې دا يو راز دی
په اورونو چې سوځېږي ځوانان ګل ګل
د خوږې مينې جنون پرې اثر کړی
په خوښۍ ورنه ځارېږي ځوانان ګل ګل
د ارواحو قافلې ځي عِلِيين ته
د بري معراج ته خېږي ځوانان ګل ګل
پرېږ دي دارالفناء ځي دارالبقاء ته
رخست اخلي روانېږي ځوانان ګل ګل
د جنت له دروازو حورې ورګوري
چې پر دين شهيدانېږي ځوانان ګل ګل
لوی څښتنه په خپل درکې يې قبول کړه
( عرفاني ) نه جدا کېږي ځوانان ګل ګل

















