(کابل ټکی کام ۱۶غبرګولی۱۳۹۶) محمدحارث
له کندهار نه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت د ښاروالۍ وکیل عبدالباري توخي په غلچکي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، نوموړی نن ماسخوتن له روژه ماتي وروسته د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند د ترکو له جامع مسجد سره د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو.
د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک د یادې پېښې په تائید برسېره وایي چې چې یاد غلچکی برید له روژه ماتي وروسته پېښ شوی او په خبره یې چې عبدالباري توخي چې د ښاروالۍ وکیل دی وژل شوي. صمیم وایي چې برید کونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو د پولیسو له لوري پلټنې پیل شوي تر څو برید کونکي ونیسي.
د کندهار د ښاروالۍ وکیل عبدالباري توخي په تېرو انتخاباتو خپل ځان ولایتي شورا ته هم کاندید کړی ؤ.
















