(کابل ټکی کام ۱۵غبرګولی۱۳۹۶) محمدحارث
د راپورونو له مخې د امریکا د فلوریډا ایالت په اورلانډو ښار کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري ډزې شوي چې د ډزو له امله ۵ تنه وژل شوي، ویل کیږي چې وسله والو له پولیسو سره هم نښته کړې.
ياد برید د اورلانډو پر یوه صنعتي سیمه کې شوی چې ځایي پولیس فکر نه کوي چې ګواکې دا دې ترهګریز برید وي، پولیسو همدا راز ادعا کړې چې بریدګر یې وژلي او سیمه یې په خپل کنټرول کې راوستلې ده.
ځایي پولیسو د یادې سیمې خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې اوس مهال د سیمې خلکو ته کوم ګواښ نه دی متوجه.
تر اوسه د برید موخه، بریدګر او د وژل شوو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی، او نه هم د یاد برید په اړه زیات جزئيات ورکړل شوي. ځایي چارواکو د یادې پېښې په اړه پلټنې پیل کړي تر څو د برید هدف معلوم کړي.
















