(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۲) الماس خدرخېل
د سعودي عربستان په قطيف ولايت کې د يوې چاودنې له امله درې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت وايي، چاودنه د ياد ولايت په مسوره ولسوالۍ کې چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
چارواکو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو دايې يو ترهګريز بريد بللی.
تر دې دمه د يادې چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
خو تر دې وړاندې د سعودي په رياض کې د امريکا سفارت د بريدونو خبرداری ورکړی و.
د يادونې ده، چې د ایران په تهران کې له چاودنو وروسته داعش ډلې په سعودي کې د بريدونو کولو ګواښ وکړ.

















