ثاقب خپلواک
شته خانقا کې یې د مینې فلسفې د ښکلا
د صوفیانه رباب یې دي خوږې نغمې د ښکلا
چې یې د وجد د سیتار تار کې نغمي شې ګرمی
د الاهو په ترنم شې ، انګازې د ښکلا
د مینې مېنه لټوي ، د کائناتو غیږ کې
عشق کې یې،خلکو ته ښکاریږي افسانې د ښکلا
چې ګرځوي د خیال نیلی، تل پر کُره د ځمکی
وړي به یې ، بیا د عرش په لور مراقبې د ښکلا
وایې ثناء یې تل د لوړو اسمانو پرشتی
ستایي یې ټول کائنات واړه زمانې د ښکلا
که کړې پردۍ هغه خودي تل له ثاقب خپلواکه!
بیا بې له ځانه بیګانه کړې ، سلسلې د ښکلا

















