جرمني: د ډزو له امله يو شمير کسان ټپيان شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۳) الماس خدرخېل

د راپورونو له مخې د جرمني د مونيخ ښار د ريل ګاډي پوه تم ځای کې د ډزو له امله ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

د ډزو په سيمه کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او یاده سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې ده.

ويل کېږي، ډزې کوونکی کس د پوليسو له لوري محاصره دی.

تر اوسه پوليسو د نوموړي شخص په اړه معلومات نه دي وکړي.

پوليس وايي، ګمان نه کوي چې دا بريد دې يو ترهګريز بريد وي.

ځينو خبري سرچينو ويلي، د بريدګر سره د ډزو په تبادله کې يوه ښځينه پوليسه هم ټپي شوې ده.

تر اوسه د برید انګيزه نه ده معلومه او چا يې مسئوليت هم نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button