د پوليس افسر په ګډون ۶ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۰) الماس خدرخېل

په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له امله د يو پوليس افسر په ګډون ۶ عسکر وژل شوي دي.

پېښه نن غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پېښه تائيدوي او وايي، چې نهرسراج سيمه کې د هلمند- کندهار په لويه لاره د پوليسو پر هاموي ټانګ د پولچک لاندې ماین چاودنه شوې، چې له کبله يې  قوماندان جمعه خان دوستيار وژل شوی او شپږو نورو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی زياتوي، چې قوماندان دوستیار په سيمه کې پوستو ته اکمالات کول چې د يادې پېښې سره مخ شو.

يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، په پېښه کې د دوستيار په ګډون ۶ پولیس ځای پرځای وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

خو په هلمند کې ډيری وخت امنيتي ځواکونه د طالبانو د ځمکنيو اود سړک د غاړې ماينونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button