د کندزخلک: اربکيان رانه په زور د عشر په نوم پيسې اخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۰) الماس خدرخېل
د کندز ولايت د يو شمير سيمو او ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په زياتره سيمو کې غير مسئوله وسله وال ورنه په زور او ظلم سره عشر اخلي.
د کندز د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، اربکيانو ته د عشر نه ورکولو په وخت کې وهل ډبول او آن تر وژلو هم خبره رسېږي.
د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته وويل:”اربکیان پر عامو خلکو باندې ډېر ظلم کوي د زراعتي فصلونو په وخت کې له خلکو څخه په وچ زور عُشر اخلي او که څوک ورته عُشر ورنه کړي د خلکو پر وهلو او ډبلو لاس پورې کوي.”
په عين حال کې د امام صاحب ولسوالۍ خلک هم د خپلسرو وسله والو له فعاليت او له خلکو سره د بد وضعيت له امله شکايت کوي او وايي، چې اولس د اربکيانو د سختو ظلمونو او زورونو لاندې دی.
د راپورونو له مخې دغه خپل سرې وسله وال په پخوانیو جنګسالارانو پورې تړلي خلک دي چې په تېرو درې لسېزو کې په کورنۍ جګړه کې له یو بل سره ښکر په ښکر وو.
د سيمې خلک وايي، دغه اربکیان د زراعتي فصلونو راټولو په وخت کې راځي له موږ څخه به زور عُشر اخلي یو ته یې چې عُشر ورکړو بل یې راځي چې ماته هم عُشر را کړه، دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې بايد مخه يې ونيسي.
د کندز د ولايتي شورا غړی اسدالله سادات هم د خلکو ادعاوې تائيدوي او وايي چې بزګران په کال کې يو ځل فصل اخلي خو سيمه ييز اربکيان په هره مياشت له خلکو په زور عشر او فصل اخلي.



