د دولت لوړپوړي چارواکي اختر چیرې تیروي؟

نن د اختر درییمه ورځ ده افغان ملت د اختر خوښۍ په مختلفو طریقو او ډول ډول دودونو لمانځي، خو د ځینې خلکو سترګې حکومتي مشرانو ته ډیرې وي چې دوی به څنګه او چیرې د دې ستره خوښي لمانځنه کوي.
نو لکه څنګه چې د اشرف غني په ګډون ټول د دولت کلیدي مشران لوړ پوړي چارواکي په بهر کې استوګنځایونه لري نو ډیری مشرانو هم له خپل ولسه لرې اختر له خپلو اقاربو سره په بهر کې ولمانځه
دافغان دولت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله ،په هند کې دا ورځې له خپلې کورنۍ سره ولمانځلې .
دریاست جمهوري لومړي مرستیال رشید دوستم په ترکیه کې اختریزې شیبې تیرې کړې.
،داجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم په ترکیه کې ؤ
دریاست جمهوري دویم مرستیال محمدسروردانش بیا په المان کې له خپلوکورنۍ سره اخترتیروي.
سرچینې وایی چې احمدضیا مسعود دوبۍ ته تللی ؤ
ښایی نورو چارواکو هم د کابل په ځای کوم بل هیواد د اختریزو ورځو لپاره ټاکلی وي خو تر اوسه یی معلومات نشته
ځینې کارپوهان دا چاره د دولتي مشرانو ستره بې ننګي بولي چې دوی په بهر هیوادونو کې له خپلوبچیانوسره داختردخوښۍ ورځې لمانځي ،او ملت د غمونو له ټغر څخه کړیږي.
د دوی په وینا په داسې مشرانو باور او اعتماد کول ستر حماقت دی



