ټرمپ او مودي د واشنګټن لیدنه لاسته راوړنه بللې ده

د لومړی ځل لپاره هندو مشر مودي اوامریکایی ولسمشر ټرمپ په خپلو کې سره ولیدل او په روان حالت یې اوږد بحث وکړ .
مودي د سیمې د امنیت او ثبات او د هغه په وړاندې د سترو چلنجونو په باره کې امریکا ولسمشرټرمپ ته ځانګړې معلوماتي مشورې هم ورکړې دي.
ټرمپ د مودي سره ناسته یو ستر ویاړ بللی او دهغه څخه یی مننه کړې چې امریکا ته یې سفر وکړ.
هندي صدراعظم ټرمپ ته ډاډ ورکړچي ټول اختلافات به ورو ورو حل کوو. ، او دهندپه چټک اقتصادي اواټمي پرمختګ دې امریکایی مشران اندېښنه نه کوي.
امریکا اوهند ځینې اختلافي مسائل هم لري لکه هندي بازارونو کې دامریکا پانګې اچونې خنډونه ،دمهاجرت اواقلیمي بدلون چارې او داسې ورته نورې چارې.
خوهند امریکا ته دهرډول مرستې اوپه سیمه کې دهمکاري ډاډ ورکړی ،هغوی په افغانستان کې دشته ستونزو دحل یوه کړنلاره هم وړاندې کړې چي کیدای شي په دې وروستیوکې یې ټرمپ دخپل درېځ په عملي کولو کې ترې کارواخلي.
د مودي سفر پداسې حال کې ترسره کیږي چې تیره اونۍ راپورونه خپاره شول چې هند افغانستان ته ۱۵۰۰۰ وسلوال ځواکونه لیږي، بلخوا د ټرمپ اداره هم هڅه کوي چې د جورج بوش په څیر یو ستر ایتلاف جوړ او د بیا ځل لپاره یې افغانستان ته ولیږي.
خو د کانګرس ځینې غړي یې سخت مخالفت کوي.



